د صهیونیستي رژیم پر مخالفینو نیوکې

د صهیونیستي رژیم پر مخالفینو نیوکې

د سعودي عربستان لیبرال لیکونکی ترکي الحمد په خپله ټویټر پاڼه کې د صهیونیستي رژیم پر مخالفینو نیوکه کړې!

ترکي الحمد چې دسعودي عربستان پیژندل شوی ادیب لیکوال او رومان لیکونکی دی او په عربستان کې له مهمو لیبرالیانو شمیرل کیږي او د نولسسوه پنځه اتیایم او نولس سوه پنځه نویم کلونو کې د ملک سعود په پوهنتون کې استاد وو.

الحمد په دې وروستیو کې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: «زه په رښتیا تعجب کوم چې مونږ ولي د اسرایلو له لوري فلسطین نیول محکوم کوو ولي کله چېد اندلس نوم راځي په هغه وخت ویاړو. آیا د اندلس فتح (اسپانیا) د مسلمانانو له لوري نیول هم یو ډول نیواک ګري نه وه چې ددې ځمکې اوسیدونکو ورته د پآی ټکی کیښود؟ ولي نیواک ګري یواځې زمونږ لپاره د منلو وړ ده؟»

دې پیغام ډیری اړخونه له ځان سره درلودل او مخاطبین اندلسته د مسلمانانود ورتګ عمل د اسرایلو له لوري د اسرایلو له نیواک ګری سره پرتله کړی دی او دایې په ډاګه کړې چې داندلس اوسیدونکي د خپلو شاهانو له لوري مسلمانانو ته پناه راوړې وه او له دې بدلون څخه یې هرکلی کړی دی، مسلمانانوهم ددې سیمې په هکله بدلون ندی ورکړی او دې ځمکې ته یې سوله او امنیت ډالی کړل.

مخکې له دې هم په دوه زره دولسم کال کې د عربستان یوه وزارت ترکي الحمد د محمد بن نایف په حکم او دیوې دیني موسسې په غوښتنه بندي کړی وو. ځکه الحمد په خپله ټویټر پاڼه کې د بنسټپالو اسلام پالو نیوکه کړې وه او دوی یې د اوسنۍزماني نازیان ښودلي وو. ده لیلکي وو: «دوی د سلام لوی پیغمبر حضرت محمد ص له پیغام څخه بیل ډول مطلب اخلي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *