هلمند كې د دوو پاکستانيانو په ګډون ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
هلمند كې د دوو پاکستانيانو په ګډون ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
په هلمند ولايت کې په دوو جلا پېښو کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، امنيتي ځواکونو نن سهار د لښكرګاه ښار اړوند بشران سيمه کې هوايي عمليات وکړل، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال مخالفين ووژل شول او اته نور ټپيان شول.
د سرچينې په وينا، په ټپيانو کې درې تنه مهم طالب قوماندانان هم شامل دي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې د نهر سراج ولسوالۍ په ګاوبند سيمه کې د خپل ماين چاودنه کې دوه تنه پاکستاني وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د پاکستاني هويت لرونکي وژل شوي مخالفين د ماينونو جوړولو ماهرين وو او چاودنه کې يې يو موټر هم ويجاړ شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.