د افغانستان سپورټي جایزې ویشل کیږي
د افغانستان سپورټي جایزې ویشل کیږي
د افغانستان ورزشي خبریالانو فدراسیون اعلان وکړ، چې راتلونکې میاشت به د هیواد په کچه د ورزش نړیوالې او معتبرې جایزې وویشي.
د یاد فدراسیون مشر سایرځلاند سلام وطندارته وویل، دوی پلان لري، چې راتلونکې میاشت کې د ورزش پورې تړلو لوبغاړو، رسنیو، خبریالانو، مالي ملاتړو او ورزشي ادارو ته ۲۸ بیلا بیلې جایزې ډالۍ کړي.
نوموړي زیاته کړه، برابرې شوې جایزې د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت، د افغانستان بیلا بیلو ورزشي ادارو، د ورزشي خبریالانو اسیایي او نړیوال فدراسیون له خوا منل شوې جایزې دي.
د ځلاند پر وینا، د جایزو ګټلو له پاره د کاندیدو لوبغاړو، رسنیو، خبریالانو، ورزشي ادارو او مالي ملاتړو ادارو لپاره نوملیکنه پیل شوې ده.
د ورزشي خبریالانو فدراسیون مش رزیاته کړه، د ورزش پورې تړلې کسان کولای شي د افغانستان ورزشي خبریالانو په رسمي فیسبوک پاڼه کې د خپلې خوښې جایزې ګټلو له پاره نوملیکنه وکړي.
نوموړي وویل، هر څوک کولای شي، چی زیات نه تر ۲ څانګو کې د خپلو کاري اسنادو، لاسته راوړنو او د مربوطه ادارې تایید خط په وړاندی کولو سره د جایزو له پاره خپله اداره او ځان کاندید کړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان ورزشي خبریالانو لخوا به د کال غوره روزونکي، د کال غوره لوبغاړي، د کال غوره خبریال، د کال غوره تبصره کوونکي (کمینټیټر)، دکال غوره کرکټ خبریال، د کال غوره فوټبال خبریال، د کال غوره ورزشي انځور اخیستونکی، د کال غوره ورزشي اداره، د ورزش له لارې د خلکو ژوند بدلوونکي، دکال غوره ورزشي پروژه،دکال غوره ورزشي شخصیت، د کال غوره معلول شخصیت، د کال غوره ځوان ورزشي شخصیت، د کال ځوان داوطلب، د کال غوره تلویزوني خبریال، د کال غوره رادیوي خبریال، په چاپیز او انلاین برخه کې د کال غوره ورزشي لیکوال، په ټولنیزو رسنیو کې د کال غوره ورزشي څیړونکی، د کال غوره ورزشي خبریال، د کال غوره ورزشي انتقاد کوونکی، د کال غوره رادیویي ویاند، د کال غوره تلویزوني ویاند، کال غوره ورزش هڅوونکی، د کال ژوندیو لوبو غوره خبریال، د کال غوره ورزشي تلویزوني خپرونه، د کال غوره رادیو ورزشي خپرونه او د ازادو مبارزو د کال غوره لوبغاړي جایزې ورکړل شي.
د سایرځلاند په وینا، د نوم لیکنې وروستۍ نیټه د روانې نومبر میاشتې ۱۵ مه نیټه ده او له هغې وروسته به یوه بې پرې ۱۰ کسیزه ډله د بېلا بېلو جایزو له پاره ګټوونکي د اسنادو د ارزیابۍ وروسته په نښه کړي.