عراق په موصل کې روسي ټانک ضد توغندي کاروي

عراق په موصل کې روسي ټانک ضد توغندي کاروي

د عراق پوځیان د داعش د ترهګرې ډلې له جګړه مارانو څخه د موصل د ازادولو په عملیاتو کې «کورنېت» نومې روسي ټانک ضد توغندیز کومپلکسونه کاروي. وال سټریټ جورنال نومې مجله د همدغه خبر د ورکولو په ترڅ کې زیاتوي: «د «کورنېت»، توغندیزو کومپلکسونو،چې بیه یې ۲۵۰ زره ډالره ده، بریالۍ کارونې د عراق له اردو سره موصل ته د لارې په پاکولو کې مرسته وکړه». مجله زیاتوي چې «کورنېت» توغندي په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکا متحدو ایالتونو د یرغل په وخت کې هم کارېدل. وال سټریټ جورنال د عراق د پوځي قوماندانۍ له خولې زیاتوي: «د وسلو ډېری سیستمونه کولای شي، چې په ماینونو سمبال شوي موټرونه له کاره وغورځوي، خو یوازې «کورنېت» کولای شي، چې درې فوټه پرېړه فلزي تخته سورۍ کړي، کولای شي، په چاودونکو توکو ډک موټر ودروي». پخوا لبنان هم له روسیې څخه د «کورنېت» نومې ټانک ضد توغندیزو کومپلکسونو، توپونو او د Т-۷۲ ټانکونو د ورکولو غوښتنه کړې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *