په ۷۰ ، ۷۱ کلونو کې د رجوي فرقه قربانیان

په ۷۰ ، ۷۱ کلونو کې د رجوي فرقه قربانیان ، ځوانه جنې د نسرین احمدي په نامه پرته له کومي تجربې او سازمان له خبر څخه دمجاهدینو فرقه سره یوځاي شوه ، دغي ځوانې جنې چې خورا شوق او هیلې درلودي خو پرته له دي چې څیړنه وکړي او ځان پوه کړي رجوي فرقه سره یوځاي شوه نوموړي داسي ګمان کاوه چې ګویا د مجاهدینو هدف او لار یواځی د خلکو ژغورل او آزادي ترلاسه کول دي!!

خو نوموړي په تشکیلاتو یا جوړښت کې زیات وخت تیر نه کړو. او ډیر ژر دفرقه مشرانو له قهر او غضب سره مخ شوه. له دي مخي چې هیچا په دي رجوي فرقه کې د خبرو کولو او امر ماتولو ځواک نه درلود خو نوموړي نشوای کوي ځکه په دي فرقه کې ټول کسان د امر او کنټرول لاندي وو خو نوموړي نشوای کول ترڅو د دغو قوانینو تر بار لاندی راشي نو څو ځلی نوموړي له دي وړاندي هم چې له یوشمیر کسانو سره په خبرو کولو ګیر شوي وه جزا ورکړل شوی وه نوموړي ته په دي فرقه کې هیڅ غونډه کې نه ګډون او هیچا سره دخبرو کولو اجازه نه ورکول او نوموړي ته رد بد ویل او له هیچا سره د ښو اړیکو نه درلودلو اجازه ورکول نوموړي کم راوستل او هلته نور ځان کم احساس کړي وو او په دي فرقه کې ورته نور د پاتي کیدو لاره نه وه پاتي او هلته اوسیدل ورته غیر قابل تحمل ښکاریده. د دي سختیو او ستونزو ګاللو ترڅنګ نومودي د فرقه یا سازمان یوتن مشر مهوش سپهري مشهور په نسرین وو سخت تر آزار ازیت لاندي راغله او څوځلی يي له نوموړي څخه وهل هم خوړي وو نو دي ده داسي ښکاریده چې نور به له دي ځاي څخه خلاصون پیدا نکړي او نور له خپل ژوند څخه ناهیلي شوي وه او په بل روایت کې راغلي چې نوموړي د ځان وژني هڅه کړي ده په داسي حال کې چئ نوموړي د خپلي ځواني تازه شپي ورځي په داسی بدو حالاتو کې دغه سازمان یا فرقه سره له مجبوریته سبا کولي او خپل تنکې ځواني عمر يي دلته تیراوه. وروسته له ډیر وخت څخه هغه کسان چې نوموړي ته نیږدي وه وایی چې هغه د اطلاع څخه وروسته وژل شوی او د عراق په یوه ډله ایز وژل شويو قبرونو کې پټ ډول سره خښه شوي ده. نوموړي په داسی حال کې پټ ډول وژل شوي او خښه شوي ده چې د سازمان ډیري کسان خبر نلري او دغه خبر پټه ساتل شوی ده ترڅو هیڅوک هم اطلاع ترلاسه نشي کړاي. ډیری کسان بیا وایی چې نوموړي د نسرین له لوري وژل شوی خو د میرمن نسرین دغه دردونکې خاطره هیڅ کله له منځه نه وړونکې ده.

یوبل د غم څخه ډکه خاطره چې راته د نسرین احمدي ښاغلي خلیل خپله د دي قضیه شاهد تیرشوی او د خپلو سترګو لیدلې حال یي راته داسی بیان کړي، دي وايي چې د نسرین احمدي هغه حال چې د مهوش سپهري له لوري وهل کیده لیدلي دي وايی نومړي په مستعار نوم نسرین احمدي خپل ژوند له لاسه ورکړو. خلیل رمضاني هغه کس دي چې په دي تشکیلاتو او رجوي فرقه کې یی شل کاله فعالیت کړي. نوموړي له دي وړاندي چې له دغو تشکیلاتو څخه بهرشي د دي سازمان مهم غړي او ګردان تشکیلاتو مشر وو چي وروسته د امریکا یانو کمپ ته ورغلي. په دي برخه کې ښاغلي خلیل راته داسی وایی، میرمن نسرین احمدی یو له هغو کسانو څخه وه چې په ۷۰ کال کې تازه دي ډلي سره یوځاي شوه او (درې کاله) په رجوي ډله کې پاتي شوه او له هغه وروسته اشرف قرارګاه ته ولیږدول شوه. نوموړي ۲۵ کاله عمر درلود او د بی ام  پی کسانو له چلوونکو څخه شمیرل کیده. خو نوموړي څه موده وروسته د قرارګاه کسانو له رفتار نامناسب فاشیستی او د موکراتیک ضد کارو نو څخه تنګه راغله او له دي امله چې نامناسب چلند ورسره کېده روحی او ناامیدی سره مخ شوه ، نو له دي مخي مجبوره شوه ترڅو دغه سازمان پریږدي او پریکړه یی وکړه ترڅو له دي سازمان څخه جلاشی. خو د سازمان مشرانو بیلابیلو بهانو جوړلو څخه نوموړي ته اجازه نه ورکوله ترڅو له دي قرارګاه څخه بهر ووزی چې بلاخره د دي سازمان یوتن مشر مهوش سپهري خلیل او د نوموړي سره اته تنه کسان خپل دفتر ته راغواړي او دوي ته وایي چې تاسو دنده لري ترڅو په هر ډول چې ممکن وي نسرین احمدي له دي اډي وتلو څخه پښیمانه کړي نوموړي دغو کسانو ته ویلی چې نسرین پریکړه کړي ترڅو دغه سازمان پریږدي او مونږ اړ یو ترڅو نوموړي نظر بدل کړو او نوموړي باید په دي برخه کې له سره سره پریکړه وکړي، دي وایي د دي سازمان غړي مونږ ته وویل که چیري نسرین له دي سازمان څخه بهر شې او اروپا ته ورسیږي ګمان کوو چې د دي سازمان پر وړاندي موضوع ګیري اختیارکړي او شته سناد افشاکړي. خلیل د دي ماجرا په بیان سره زیاتوی: له دی وروسته مهوش سپهري میرمن نسرین دغي غونډی ته راوه بلله او نوموړي او پاتي مشرانو بیلابیلو خبرو له لاري هڅه وکړه ترڅو نوموړي له لوري د دي سازمان پریښو دو پریکړه بدله کړي خو میرمن نسرن له لومړي ساعت څخه چې دغه ناسته د غرمي له یوي بجي وروسته پیل شوه په خپله خبره ولاړه وه تر شپی اته بجو پوري په خپله پریکړه ولاړه پاتي شوه او په وروستي خبره یی ټینګار وکړ چې هیڅ ډول قلبی او ذهني مینه نلري ترڅو له دي وروسته په دي سازمان کې پاتي شی ، او له سازمان څخه یي وغوښتل ترڅو هرڅومره ژر دغه سازمان نوموړي ته له دي ځایه د وتلو لاره برابره کړي. دي وايی چې د دي خبرو څخه وروسته ناګاهانی ډول مهوش سپهري په میرمن نسرین باندی یوي وسپنی سره حمله وکړه او هغه يي په سر باندي دومره ووهله ترڅو هغه بیهوشه شوه. د دي عمل څخه وروسته د دي سازمان یوتن مشر مهوش سپهري ته وویل چې میرمن نسرین روغتون ته ولیږدوی خو مهوش سپهري په خورا آرامتیا سره نوموړي ته وویل چې نسرین د موږګ په شان ځان په مکر وهلی دي، او څو شیبي وروسته مو ولیدل چي د میرمن نسرین زړه له کاره ولیدلي. زه چې خپله د دي عمل شاهد وم سخت ودردیدلم او ناراحته شوم وروسته تر هغي مهوش په خونه کې شته څو تنو ته امر وکړو ترڅو د میرمن نسرین مړي له دي خوني سخه بل ځای ته ولیګدوی او هغه نسرین چې څو شیبي وړاندی جوړه تیاره هوښیاره خبري یي کولي له دي وروسته مونږ سره نشته او خپل ځان یی حق ته وسپاره . څو ساعته وروسته یوځل بیا مهوش سپهري ډیري کسان خپل دفتر ته وغوښتل او وویل چې نسرین د دماغي ناروغي له امله سکته کړي او مونږ ته یی ګواښ وکړو ترڅو له دي راز څخه نور څوک خبر نشي، او مونږ ته یی وویل چې په دي اړه له هیچا سره خبري ونکړو او د راوتلو په وخت کې یی مونږ ته وویل چې آیا تاسو اوښ ولید که مو ونه لید.!!!

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *