په فرانسه کي د کډوالو د منل کيدو کچه به دوه برابرو ته ورسيږي

په فرانسه کي د کډوالو د منل کيدو کچه به دوه برابرو ته ورسيږي

ددې هيواد کورنيو چارو وزارت ويلي د حکومت د پنځه کلنې دورې تر پايه به دا پلان پلی شي دا په داسې حال کې ده چي پوليسو د استالينگراد پنډغالي په تړلو سره کډوال په ځانگړو سيمو ويشلي دي

د فرانسې کورنیو چارو وزیر ویلي: هیواد به یې د کډوالو لپاره د ډيرو سیمو رامنځ ته کول پیل کړي. دده په وینا: فرانسه د اروپایي ټولنې لومړنۍ غړی هیواد دی چې د کډوالو په هکله یې خپله برخه منلې ده.

برنارد کازينو- “فرانسه په دې ویاړي چې د کډوالو په هکله یې خپله ژمنه بشپړه کړې ده مونږ له دریو دوه برخې کډوالو ته د اوسیدو اجازه وکړې ده. دا ډیره شمیره ده له دې سره مونږ ویاړو چې د اروپایي ټولنې د لومړني هیواد په توګه مو د کډوالو پّ برخه کې خپله ژمنه پلې کړې ده.”

له دې سره د استالینګراد د کډوالو پنډغالی چې د دوی لنډ مهالی پنډغالی شمیرل کیده له کډوالو تش شوی دی. له دې سیمې کډوال په داسې حال کې ولیږدول شول چې دوه اونۍ وړاندې په دې هیواد کې د کډوالو لوی د ځنګله پنډغالی ویجاړ کړل شو. د فرانسې کورنیو چارو وزارت ویلي کیدای شي د کډوالو اتیا سلنه ومنل شي.

د بشر حقونو مدافعین وایي، له دې سره چې د فرانسې حکومت د کډوالو په هکله ګټور ګامونه پورته کړي خو ددوی دا کړنې بسنه نکوي.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په تیرو دوه کلونو کې په بیسارې توګه کډوالو د اروپا په لور مخه کړې ده. د کډوالو نړیواله ځانګه وایي، له دوه زره څوارلسم کال وروسته ډيری کډوال د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته رسیدلي دي خو په زرګونه نور په اوبو کې ډوب او د کبانو خوراک ګرځیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *