په يمن کي خوارځواکي د ورځې په تيريدو سره ديريږي

په يمن کي خوارځواکي د ورځې په تيريدو سره ديريږي او له خلکو قرباني اخلي. يواځې په تير کال کي په دي ناروغي شپږ سوه يو اتيا کسان د حديدي روغتون ته د درملني په موخه ورغلي دي

د حدیدې ښار ولایتي روغتون له هغه کسانو ډک دی کوم چې په خوارځواکۍ اخته دي. له دې سره ددې روغتون مسولین وایي چې د امکاناتو له کمښت سره مخ دي او ددوی ډيری ناروغان ښځې اوماشومان دي.

یمني روغتایی مسولینو ویلي په ډې هیواد کې دا ډول ناروغي د جګړې له امله مخ په ډيریدو ده او که چیرې کلابند ي پای ته ونه رسیږي په دې هیواد کې به ناورین رامنځ ته شي.

عبده عبيد – “په دې وروستیو کې د جګړې د دوام له امله د خوار ځواکۍ ناروغي مخ په ډيریدو ده. ځکه د جګړې او د لارو د بندیدو له امله هیوادوال د خوارکی توکیو له کمښت سره مخ شوي دي او د خوار ځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي د روانې میاشتې له پیله تر اوسه شپږ سوه یو اتیا په دې ناروغۍ اخته کسان د درملنې لپاره مونږ ته راغلي چې له دوی څخه پنځه اتیا یې مړه شوي دي او ډيری اوسیدونکي یې د حدیدې ولایت اوسیدونکي وو”

د یمن په نول میاشتینۍ جګړه چې د سعودي عربستان د هوایي بریدونو سره مل ده تر اوسه د لسګونه زره کسانو د وژل کیدو او د میلیونونو نورو د کډوالي کیدو لامل شوې ده خو په دې وروستیو کې یې له امله د خوارځواکۍ پیښې ډيرې شوې دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *