چین پرمختللې جټ الوتکه نندارې ته وړاندې کړه

چین پرمختللې  جټ الوتکه نندارې ته وړاندې کړه

چین د الوتکو جوړونکو او پلورونکو په ستره ننداره کې د چینگیدو J-20 په نامه خپله پټه جنگي الوتکه نړۍ ته وښودله.

د چین په ژوهای ښار کې دغې هوایي نندارې بیجنگ ته دا فرصت ورکړ چې په ملکي هوایي چلند کې خپل قوت وښیي او په دفاعي چارو کې خپل مخ په ودې طاقت په ډاگه کړي.

اټکل کیږي چې چین په راتلونکې لسیزه کې د هوایي چلند په نړیوال مارکیټ کې د امریکا ځای ونیسي.

ددې نندارې په ترڅ کې دوه J-20 جټ الوتکې ناڅاپه په ټیټ واټن د سلگونو سیلانیانو، د صنعتي شرکتونو د رئیسانو او نندارچیانو پر سر په داسې حال کې تیرې شوې چې د الوتکو د زوږ له وجې په پارک کې د موټرو اتومات زنگونو په غږیدو شول.

کارپوهان وایي چین په ٢٠١٠ کې د J-20 جټ الوتکو په جوړولو پیل وکړ او اوس یې په دې پلان په دې هیله بیا غور پیل کړی چې د متحده ایالاتو سره د پوځي تکنالوژۍ فاصله راکمه کړي. جمهور رئیس ژی جینپینگ په داسې حال کې د چین د وسله والو ځواکونو غښتلتیا ته ملا تړلې چې دې هیواد په اسیا کې د خپلو گاونډیانو په وړاندې جدي موقف نیولی دی. په ځانگړې توگه دې د جنوبي چین د سمندرگي په ځینو برخو ولکه کړې ده.

د چین د هوایي چلند د چارو یو پخوانی کارپوه برادلي پیرت، د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې ددغو نویو جنگي الوتکو پرمختیا د بیجنگ د پوځي او جنگي قابلیت د لوړیدو لپاره یو مهم گام دی.

خو د الوتنو په نړیوال بنسټ کې د اسیا د برخې مسؤل گریگ والدورن وایي چې تر اوسه د چین د J-20 الوتکو د تکنالوژۍ په ځانگړې توگه د رادار نه د تیښتې په اړوند زیات څه نه دي څرگند شوي.

د چین د تجارتي الوتکو جوړولو دولتي شرکت نویو ملکي الوتکو جوړلو ته هم هیله من دی. د دوی د اټکل له مخې ښایي په راتلونکو شلو کلونو کې بازار د ٩٣٠ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ٦٨٦٥ الوتکو اخیستلو ته اړتیا ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *