د وزیرستاني کډوالو په کمپ کې د پولیو نښه

د وزیرستاني کډوالو په کمپ کې د پولیو نښه

دا خوست او پکتیکا ولایتونو کې د میشتو وزیري کډوالو ماشومانو په منځ کې څلورمه پیښه ده.

د ماشومانو د کوزڼ یا پولیو یوه تازه پیښه یې د دغه ولایت د ګربزو د ولسوالۍ د وزیرستاني کډوالو په کمپ کې ثبت کړې ده.

د خوست ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل محمدين منګل وويل، چې د پوليو دا پېښه د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د د ګلان په کمپ کې د میشتو وزيرستاني کډوالو په کمپ کې ثبت شوې ده.

ډاکټر منګل وویل، پوليو وهلی ماشوم د اکبرالله په نوم ۲۴ میاشتنی ماشوم دی، چې د روان ميلادي کال د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نيټه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوی او يوه مياشت وروسته د اکتوبر په لومړۍ نيټه يې کورنۍ د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کمپ ته راکډه شوې ده.

ډاکټر ګل محمدين منګل وايي، چې په دغه ماشوم شوي معاينات اسلام آباد ته تر لېږلو وروسته داښيي چې دا ماشوم پولیو وهلی دی.

خو هغه وویل، چې تر اوسه د دغې ماشوم د ناروغۍ جينيتکي پايلې نه دي څرګندې شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *