ولسي جرگي د 1394 مالي کال قطعيه رد کړه

ولسي جرگي د ۱۳۹۴ مالي کال قطعيه رد کړه

دي جرگي د ولسمشر پر کابيني د نيوکي ترڅنگ د هغه وزيرانو د استيضاح او قضايي ادارو ته يي د ورپيژندلو پريکړه کړې کوم چي له اويا سلني لږه بوديجه يي لگولې ده

ولسي جرګه یو شمیر وزیران عدلې او قضایي ادارو ته ور پیژني

د ولسي جرګې غړیو، عدلې ادارو ته د هغه وزیرانو د ور پیژندلو پریکړه کړې کوم چې له اویا سلنه لږه بودیجه یې لګولې ده

د ولسي جرګې د غړیو قهر هغه مهال را وپارید کله چې د تیر مالي کال قطعیه ولوستل شوه او په غوڅ اکثریت سره رد شوه. ددې ریپوټ له مخې د یو شمیر وزارتونو او خپلواکو ادارو لپاره ټااکل شوې کچه د بودیجې اویا سلنه څخه ډیر لګول وه او هغه ادارې چې له اویا سلنه یې ډيره بودیجه هم لګولې له نیمګړتیاوو سره مخ شوې دي. په دې ریپوټ کې ویل شوي د دیارلس سوه یواتیایم کال یو څلویښتو بودیجوي واحدونو په تولیزه توګه دیارلس میلیارده افغانۍ تر لاسه کړي خو حساب یې ندی ورکړی.

د وزارت خونو او واحدونو ترځنګ ځینې نورې ادارې هم شتون لري چې د خپلې پرمختیایي بودیجې په لګولو کې پاتې راغلي او ولسي جرګه کولای شي د قانون له مخې دوی استجواب کړي.

استازو ددې ستونزو د هواری لپاره پریکړه وکړه ترڅو ولسمشرۍ ماڼۍ ته د یوه مکتوب په استولو سره ددوی د ګوښه کیدو غوښتنه وکړي.

د تیر مالي کال قطعیه ددې ښکارندویي کوي چې یواځې د ښځو، کورنیو چارو، سوداګرۍ، حج او اوقافو، د کلیو پرمختیا وزارتونو او یو شمیر نور بنستونه په دې بریالي شوی ترڅو له خپله له اویا سلنه ډيره بودیجه ولګوي خو دا ادارې هم خپلې نیمګړتیاوې لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *