داعش د اچین ولسوالۍ د ځنگلونو وهلو ته نوي توکي راوړي دي

داعش د اچین ولسوالۍ د ځنگلونو وهلو ته نوي توکي راوړي دي

د داعش جګړه مارانو تر دې مخکې د پستې، جنغوزو او غوزانو حاصلات راټولو او دا دی اوس د اچین ولسوالۍ د ځنگلونو وهلو ته ملا تړلې ده.

د اچین ولسوالۍ قومي مشران وایي د یوې اونۍ راهیسې د داعش ډلې ددې ولسوالۍ اوسیدونکي د مزد په بدل کې د ځنگلونو وهلو ته گمارلي دي او د همدې خلکو په وسیله لرگي د شینوارو بازارونو ته انتقالوي.

د اچین یو مخور ملک کمین وایي د داعش ډلې دغې ولسوالۍ ته برقي ارې راوړي او هره ورځ پرې د مامندو درې، عبدل خیلو تنگي، پیښې او د باندر د سیمې ځنگلونه اره کوي.

هغه وایي ” هغوی دغه ځنگلونه خپل غنیمت گڼي، هغه وهي او بیا یې د دولت تر حاکمیت لاندې سیمو ته راوړي، او د پولیسو پوستې ترې پیسې اخلي”. هغه دا هم وایي چې د پولیسو پوستې د هر موټر څخه “پنځه زره روپۍ اخلي”.

ملک کمین، وايي څو ځلې یې دغه مشکل د ولسوالۍ او حتی د ولایت له مقاماتو سره مطرح کړی، د ننگرهار والي ته یې لیکونه استولي او هغوی ته یې پرله پسې مکتوبونه ښودلي دي، خو تر اوسه یې په اړه هیڅ اقدام نه دی شوی.

د باندر اوسیدونکی اکرم، چې د داعش له لاسه غني خیلو ته گډه شوی د داعش په واسطه د ځنگلونو پرې کول تائیدوي او وایي” زمونږ د توتانو تاریخي ونې یې قطع کړي او د شډل په بازار کې یې یو من له دیرشو څخه تر ١٥ روپیو پورې خرڅوي”.

ضیا الرحمن حسرت د امریکا غږ خبریال وایي چې د اچین د ولسوال معلم معشوق د نظر په اخیستلو نه دی برالی شوی خو د ننگرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال حضرت حسین مشرقیوال په دې اړه خپله بې خبري څرگنده کړې ده.

خو د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوگیاڼی د داعش له لورې د اچین د ځنگلونو قطع کول تائیدوي او وایي چې امنیتي بنسټونو ته ددې کار د مخنیوي په اړه امر شوی دی.

یوې حکومتي منبع د نوم د نه اخیستلو په شرط امریکا غږ ته ویلي دي په هغو ځایونو کې چې داعش ځنگلونه قطع کوي د دولت حاکمیت نشته، او دا کار د داعش لپاره یوه ستره عایداتي منبع شوی ده.

له دې دمخه داعش د پستې او جنغوزو له حاصلاتو څخه د مالي منبع په توگه کار اخیست او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *