په يمن کي د د عربستان په مشري د ايتلاف په هوايي بريدونو کي په لسگونه ملکي کسان وژل شوي دي

په يمن کي د د عربستان په مشري د ايتلاف په هوايي بريدونو کي په لسگونه ملکي کسان وژل شوي دي.

بله خوا د يمن تښتيدلي ولسمشر ددي هيواد د ستونزي هواری لپاره د ملگرو ملتونو د استازي وړانديز رد کړی دی

د یمن روغتیایي او امنیتي مسولینو ویلي، د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي برید د حدیده بندر لویدیځ ته د الزید په سیمه کې پر یوې بندخونې تر سره شوی چې له امله یې دیرش کسان وژل شوي. دوی ویلي په وژل شویو کسانو کې بندیان او حوثي وسله وال شتون لري. د حوثیانو اړوندو رسنیو بیا د وژل شویو کسانو شمیره درې څلویښت ښودلې ده.

د سعودي عربستان په مشری ایتلاف چې د تښتیدلي ولسمشر عبدربه منصور هادي په ملاتړ په جګړه کې برخه لري په کراتو کې د ملکۍ کسانو په وژل کیدو تورن شوی. د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د فاتحې پر مراسمو یې برید تر سره کړی وو چې له امله یې یوسل څلویښت ملکي کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان شوی وو.

د تیرې ورځې برید په داسې حال کې تر سره شوی چې د یمن تښتیدلي ولسمشر په دې هیواد کې د ستوزنو د هواری په موخه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي له وړاندیز سره مخالفت څرګنده کړی او رد کړی یې دی. له دې سره چې د اسماعیل شیخ احمد د پلان په هکله مالومات ندي خپاره شوي خو ویلي یې دي چې پر یمن دا دول بریدونه جنګي جنایت شمیرل کیدای شي له دې سره عبدربه منصور ویلي چې د ملګرو ملتونو پلان حوثیانو ته د امتیاز ورکولو په مانا ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *