په چیچنیا کې به ودونه څارل کیږي

په چیچنیا کې به ودونه څارل کیږي

 تنګ کالي اغوستل، شراب څښل، د ټوپکو ډزې کول، د ناوې او زوم له لوري په شریکه د واده کیک پرې کول او کاواکه نڅا کول هغه څه دي، چې نامناسب بلل شوي دي

چیچنیا کې به اوس چارواکي د ودونو مراسم څاري، چې د دوی په وینا دې ودونو کې د ‘ نامناسبې رویې ‘ مخه ونیوله شي.

ځايي رسنیو کې دغو چارواکو ته، چې په عامه ځایونو کې ترسره کېدونکو ودونو ته به د څار لپاره ورځي د ‘اخلاقو پولیس ‘ نوم ورکړل شوی دی.

د کلتور سرپرست وزیر خوژ بووديدایوف د چیچنیا دولتي خبري اژانس ته ویلي ”ځانګړې کاري ډلې به عامه ځایونو کې ودونو ته ځي او که وویني، چې په کې کالي یا نڅا زموږ له دود دستور سره سم نه دي، د مراسمو مخنیوی به کوي. ”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *