د جدې پر هوایی ډګر د انصارالله د توغندیو برید
د جدې پر هوایی ډګر د انصارالله د توغندیو برید
د انصارالله یوې سرچینې ویلي:
د یمن انصارالله انقلابیونو د تیرې شپې د توغندیو برید، په جده کې د سعودي عربستان د تیرې کونکو بریدګرو د ځواکونو مرکز په نښه کول وه.
سعودیان تل په سمون سره د جدې له هوایي ډګر څخه پر یمنیانو بریدونه تر سره کوي او پر دې خلکو هوایي بریدونه کوي.
ده زیاته کړې: مونږ پّ کراتو سعودیانو ته یادونه کړې چې بریدونه بند کړي او که چیرې دوی داسې نکوي مونږ به په سختو بریدونو سره ددوی د جنایاتو مخنیوی وکړي. یو بالستیک ډوله توغندی چې د برکان په نامه یادیږي د جدې ملک عبدالعزیز هوایي ډګر په لور چې د سعودي سلطنتیانو په واک کې دی توغول شوی چې له امله یې دا هوایي ډګر بند شوی دی.
د جدې ښار د مکې مکرمې په پنځه شپیته کلیو مترۍ کې پروت دی او د العربیه خبري آژانس اعلان کړی، چې د یمن انقلابیونو یو توغندی د یمن له صعدې څخه د مکې مقدس ښار په لور توغول شوی خو د لارو په اوږدو کې له منځه تللی دی.