په عراق کې دعمومي ناستي پرمهال اهل سنت له لوري سوله ایز او ورور ګلوي باندۍ ټینګار

په عراق کې دعمومي ناستي پرمهال اهل سنت له لوري سوله ایز او ورور ګلوي باندۍ ټینګار

د عراق سنۍ مذهبو عمومي ناستي نن له غرمۍ وروسته د وینا پاڼی په خپرولو سره په عراق کې یوالی باندی ټینګار ترڅنګ سیاسی جرړو ته په نغوتي سره عراقیانو ترمنځ یوالی کلیمه کارولو ترڅنګ خپل کار ته د پای ټکې کیښود.

بغداد ته د مونږ له لوري استول شوي خبریال ریپوټ له مخي؛ د عراق سنی مذهبو له لوري د ناستي پاي پرمهال وینا پاڼه کې زیاته شوی، هغه څه چی دامهال په عراق کې روان دي پرته له نفاق رامنځ ته کولو او دښمن ته روحیه ورکولو څخه بل مفهوم او موخه نه لری او دوی له دي لارۍ څخه غواړي چي د عراقیانو ترمنځ اختلافات،شخړي، فتنه ، کفیر او طایفه ګري رامنځ ته کړی خو دغه لار تر ټولو ښه فرصت دي چی عراقیان سره یو لاس او ترمنځ یوالی رامنځ ته کړي.

همدا راز په دي وینا پاڼه کې ټینګار شوی، چی ګویا دغه شورا او ناسته د عراق شیعیه او سنی مذهبه ډلي سره یوځای کوي ترڅو په دي هیواد کې دینی ، اسلامی، همکاریو ته سره ملا وتړي او د دي دوه سترو ډلو یوځای کول کولی شی به دی هیواد کې امنیت رامنځ ته او امنیت راوستل دملت بیځایه وینو تویولو او ناموس له منځه وړلو څخه مخنیوی وکړي.: دغه ناسته چی د ؛ له وطن او ناموس څخه د مرجعیت او یوالی ساتنه کوو ؛ ترنامه لاندی د بغداد په نړیوال نندارتون کې بیلابیلو دینی او عراقی سیاسی چارواکو په ګډون عربی هیوادونو استازو پکې هم ونډه اخیستی وه نن له غرمي وروسته خپل کار ته د پای ټکې کیښود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *