اوس هم وسلهوال طالبان د ښار په څنډو فعال حضور لري
اوس هم وسلهوال طالبان د ښار په څنډو فعال حضور لري
د کندوز ښار له بېرته نیولو یوه اونۍ وروسته هم د ښار په څنډو کې طالبان شته خو امنیتي ځواکونو يې پر وړاندې پوځي عملیات درولي دي.
دوی وايې، چې د طالبانو د ډزو له امله ښاریان په ویره کې شپې تېروي.
دوی ادعا کوي، چې طالبان د کندوز ښار د څلور لاري په ۲ کیلومټرۍ کې پراته دي او د خپلو لیکو د پیاوړي کولو هلې ځلې کوي.
دکندوز ولایت دوه اوسېدونکي شمس الله او مجیب وویل، چې دوی تېره شپه د ډزو له امله خوب نه دی کړی او پر وینا اوس هم ښار محاصره دی.
خو د کندوز والي اسدالله عمرخیل بیا خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دا ښار به بیا ځلې د طالبانو لاس ته ونه لویږي او نه به هم امنيتي ځواکونه بیا د نا غیړۍ کومه اشتباه وکړي.
عمرخیل زیاتوي چې د کندوز ولایت په بیلا بیلو برخو کې د شپې له خوا د ځانګړو ځواکونو عملیات لا هم دوام لري او ډير ژر به د ښاري څنډو د پاکولو له پاره چاڼيز عملیات پیل شي.
خو بل پلو بیا د کندوز ولایتي شورا غړي امرالدین ولي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د وسله والو طالبانو په خلاف ولایتي حکومت په خپل منځ کې هیڅ ښه هماهنګي نه لري او نه هم مدیریت شته.
دی زیاتوي ځایي چارواکي یواځې خلکو ته دوکه ورکوي.
د کندوز ښار ځېنې برخې د تلې په ۱۲ مه نیټه یو ځل بیا د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې، چې بیا د ښار دننه نږدې ۱۰ ورځو سختو جګړو دوام وکړ. په دې جګړو کې لسګونه بې وسلې خلک ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات په کې ټپیان شول.