فرانسه د ځنګله کمپ ړنگول پیل کړل

فرانسه د ځنګله کمپ ړنگول پیل کړل

د فرانسې په شمال کې د جنگل نومي کمپ څخه نن د سه شنبې په ورځ نهه سوه پناه غوښتونکې ددې هېواد بیلابیلو ښارونو ته یوړل شول. چارواکې وایي پرون د دوشنبې په ورځ څه کم دوه زره کسان د فرانسې په بیلابیلو سیمو کې د راجیستریشن مرکزونو ته رسول شوي و.

په جنگل نومي کیمپ کې له تیرو څو کلونو راهیسي د افغانستان په شمول د جنگ ځپلیو او بې وزله هیوادونو زرگونه کسان بې سرنوشته پراته و او هڅه یې کوله چې له خطرناکو لارو بریتانیې ته ورسیږي.

پرون لومړۍ اته ویشت کسیزه ډله په ویلبورن کې د ثبت مرکز ته ورسیدله. ښاروال یې هرکلی وکړ او په موقتي استوگنځای کې ځای پر ځای شول.

ښاروال میشل دیلپوچ وویل “د حکومت هغه پالیسي عملي کیږي چې په کیلې کې شرموونکی وضعیت پای ته ورسوي. له خپلو هیوادونو څخه راتښتیدلیو خلکو ته باید د بشري اصولو او زموږ د هیواد د ارزښتونو سره سم هرکلی وویل شي.”

په دوو ورځو کې ٢٨٠٠ پناه غوښتونکې د فرانسې بیلابیلو ښارونو ته یوړل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *