په یوه میاشت کې له کندهارڅخه ۱۵۰۰ ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي

په یوه میاشت کې له کندهارڅخه  ۱۵۰۰ ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي

 د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات خورا زیات وو. د مني لمړنۍ میاشت د انارو د حاصل ټولولو تر ټولو مهم وخت بلل کیږي.

د سودا ګرۍ خونو مسولین وايي چې سږکال د کندهار د انارو حاصل ۴۳ فیصده زیات شوی دی. په کندهار کې ارغنداب او ارغستان د انارو لوی لوی باغونه لري.

چارواکي وايي له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې، چې په کندهار کې د انارو ټولول پيل شوي، له کندهار څخه ۱۵۰۰ ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي.

د کندهار د سودا ګرۍ خونو ریس نصرالله زهیر وايي ۵۱۵ ټنه انار هند ته او ۱۱۴۰ ټنه انار پاکستان ته صادر شوي. پاکستان ته د ځمکې له لارې او هند د هوا له لارې انار انتقالیږي.

د کندهار د انارو د سودا ګرو لویه تکیه لاهم د پاکستان پر مارکیټ ده چي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې وخت ناوخت پرې منفي اغیز لري.

د ارغنداب ولسوالۍ څو باغ لرونکو امریکا غږ اشنا ته وويل چي د مناسب مارکیټ د نشتوالي له کبله يې د انارو بیه سږکال ټيټه وه. د کندهار په مارکیټ کې د یوه کیلو انارو بیه ۱۰۰ افغانۍ ده.

یو کروندګر وویل “زموږ انار یوازې پاکستان ته ځي هلته چي په کومه بیه خرڅېږي موږ ته ګټه نه کوي موږ بهترین انار په کمه بیه خرڅوو، سږکال انارو نه مرض کړی او نه هم باران خراب کړي، ښه او ډېر انار شوي دي. حکومت باید موږ ته فابریکې جوړي کړي او یا دې د د دوبۍ د مارکیټونو په څېر له نړیوال مارکیتونو سره قرارداد وکړي.”

د انارو د ساتلو لپاره د سړو خونو نشتوالی، نورو نړیوالو مارکیټونو ته د انارو نه رسېدل او د انارو د پروسس لپاره د کافي برېښنا نشتوالی او کموالی هغه ستونزي دي چې د انارو سوداګر ترې شکایت کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *