کونړ سیند کې د ماهیانو غیر قانوني ښکار !!

د کونړ ولایت اوسیدونکي وایي، چې د کونړ سیند په اوږدو کې په مختلفو سیمو کې د ولسي خلکو له لورې د ماهیانو غیر قانوني نیونه روانه ده.

دوې زیاتوي که څه هم د قومي تړو له مخې په دې ولایت کې دغه چاره بنده ده خو پر وینا یې، چې په ځینو سیمو کې خلک له  قومي تړو څخه سرغړونه کوي او په بې رحمه ډول کونړ سیند کې د ماهیانو ښکار کوي.

د کونړ دغه ډله اوسیدونکي له اړونده چارواکو غواړي، څو په دې ولایت کې د هغو خلکو مخه ونیسئ ، چې د کونړ د سیند ماهیان یې له تباهۍ سره مخ کړي دي.

د کونړ پر سیند پرتې څوکۍ ولسوالۍ یوتن اوسیدونکي صفي الله نوراني خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  دلته خلک د جنراتور د شارټ، بمونو الوځولو  او په نورو هغو  مختلفو لارو د ماهیانو ښکار کوي، چې د ماهیانو نسلونه ختموي.  « د جنراتور د شارټ  او بمب په وسیله د ماهیانو بچي هم د اوبو سرته راوځي او مړه کیږي ».

همدارنګه د کونړ د سیند په اوږدو کې د نرنګ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي  همت الله صافي هم له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل:  خلک د شوق له مخې ماهیان نیسي او ځینې خلک د همدې لارې خپله ورځني روزي پوره کوي ماهیان نیسي او پر نورو یې پلوري، خو د ماهیانو نسلونو ته پاملرنه کوي.

« له خلکو مې غوښتنه داده، چې په ډیره ساده طریقه ماهیان ونیسئ او خپلې ورځنې اړتیاوې پرې پوره کړي او د ماهیانو د نسل د له منځه تلو مخه ونیسئ »

دوې وایي که حکومت د ماهیانو د غیرقانوني نیونې مخه ونه نیسي ډېر ژر به د ماهیانو نسل له سیند څخه ورک شي او د کونړ اوسیدونکي به د خپل سیند د ماهیانو څخه د تل لپاره بې برخې شي.

بل خوا د کونړ د کرنې اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست مسولین هم په دې ولایت کې دا ستونزه مني خو په مخنیوي کې یې د خپلو فعالیتونو یادونه کوي.

د کونړ ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریس نجیب الله عادل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دا چې په ټول هیواد کې د ماهیانو ښکار  بند دی په کونړ کې هم چاته د دې کار اجازه نه ورکو.

«کومې ساحې، چې د حکومت تر ولکۍ لاندې دي هلته دا ستونزه نشته خو ځینې لرې پرتو سیمو کې د ماهیانو غیرې قانوني ښکار شته »

نوموړی زیاتوي له پخوا وختونو څخه زیات  اوس په دې ولایت کې د ماهیانو د نسلونو د له منځه وړولو مخنیوی شوی دی.

د هغه پروینا اوس مهال په کونړ کې د ماهیانو فارمونه هم شتون لري او ډیر ژر به په دې ولایت کې د ماهیانو دبچیانو دتولیدو او روزنې فارمونه جوړ شي، چې په دې سره به په کونړ کې د ماهیانو  نسلونه مخ په زیاتیدو شي.

د کونړ د کرنې ریس له خلکو غواړي د ضرورت وړ ماهیان په داسې طریقو سره ونیسئ چې د ماهیانو نسلونو ته زیان ونه رسیږي.

د یادونې وړ ده، کونړ بهانده سیند لري چې پرته له زیاتې ګټې ګاونډي هیواد پاکستان ته روان دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *