د نشه يي توکيو دډيرښت اصلي لامل ناامني ده
د نشه يي توکيو دډيرښت اصلي لامل ناامني ده د کورنيو چارو او عامي ورغتيا وزارت مسولينو چي نن ولسي جرگي ته راغوښتل شوي وو ويلي مافيا هغه لگښتونه چي د روږدو کسانو ترمنځ لگوي په کراتو له هغه لگښتونو څخه ډير دي کوم چي دنشه يي توکيو پر وړاندي د مبارزي په برخه کي لگول کيږي
د ملګرو ملتونو د تیرې ورځې له ریپوټ وروسته چې په هیواد کې یې درې څلویښت سلنه د نشه یې توکیو د ډيرښت ریپوټ ورکړی وو، ولسي جرګې نن د کورنیو چارو او روغتیا وزارت مسولین ورغوښتي وو ترڅو په دې هکله ځواب ووایي.
له دې داسې ښکاري چې د نشه یې توکیو پر وړاندې د مبارزې اړوند مسولین بیوسه دي. دلیل یې هم روښانه دی او هغه په روان کال کې د کوکنارو په کرکیله کې دري ځلویښت سلنه ډیرښت دی. خو نن دې مسولینو ډيری خپلو ستونزو ته نغوته درلوده. دوی ویلي: په دې برخه کې د ډيرې بودیجې نشتون، ناامني او نشه یي توکیو ته په آسانۍ سره لاس رسۍ هغه لاملونه دي چې د کوکنارو کرکیله یې ډيره کړې ده.
په ورته حال کې د کورنیو چارو وزیر او د نشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د هغه څرګندونو په هکله بښنه وغوښته کوم چې ددې جرګې ځینې غړي یې د نشه یې توکیو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکیو پر وړاندې دمبارزې مرستیال څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې ویلي وو یو شمیر استازي د پولیسو په کار کې لاسوهنه کوي. له دې سره چې ده نن په دې هکله بښنه وغوښته خو په دې برخه کې یې د زورواکانو مداخله رد نکړه.