يو شمير کړۍ د نصرت جبهي د ساتلو هڅه کوي
يو شمير کړۍ د نصرت جبهي د ساتلو هڅه کوي ترڅو په راتلونکي کي يې د دمشق پر وړاندې وکاروي د روسيي بهرنيو چار وزير له دي څرگندونو سره د ترکيي له لوري د سوريي د شمالي سيمو د بمبارۍ په هکله انديښنه څرگنده کړې ده
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، یو شمیر هیوادونه او کړۍ د نصرت جبهې او یو شمیر نورو وسله والو ډلو د ساتلو هڅې کوي. دده په وینا: ددې کار موخه د روسیې پر ضد دسوریې پر وړاندې د فشار کارول ده له دې سره د ه د ترکیې له لوري د سوریې په خاوره کې د بریدونو په هکله هم اندیښنه څرګنده کړې ده.
سرگئي لاوروف- ” اوس ددی ریښیتین ولی په ډاګه کولو وخت را رسیدلی، مونږ داسې اسناد تر لاسه کړي چې له مخې یې د یوشمیر کړیو له لوري د النصرې جبهې د ساتول هڅه کیږي ترڅو له دې ډلې د سوریې پر وحکومت د فشار په توګه کار واخستل شي. دا خواشینونکي ریښتینولي ده ځکه چې په سوریه کې تاوتریخوالي د امریکا په ګټه دی.”
دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د سازمان د وینا په غبرګون شوې دي. دې شورا تیره ورځ اعلان وکړ چې ټاکل شوې دا شورا د بریتانیا له لوري وړاندې شوی پلان وڅیړي. دا وړاندیز په حلب ښار کې د هوایي بریدونو د پای ته رسیدو په هکله دی.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو سازمان، د حلب په هکله په جینو کې بیړنۍ ناسته تر سره کړې ده. دې شورا د حلب ښار کلابندي او هوایي بریدونه تاریخي جنایت ښودلی، خو په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي ویلي چې سوریه اوس مهال د ترهګرۍ پر وړانډې په جګړه بوخته ده.
په ورته حال کې د ملګرو ملتونو اړوند د مرسته رسونکو ادارې هڅې کوي ترڅو هغه ټپیان چې په هوایي بریدونو کې ټپیان شوي د جګړې له سیمې وباسي.
دې سازمان هیله مندي څرګنده کړې چې د روسیې له لوري رامنځ ته شوی اوربند له دوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي، خو په دې سیمه کې وسله والو د روسیې هغه غوښتنه چې له اوربند په ګټې اخستنې سره دا سیمه پریږدي رد کړې ده.