هندي پوځ کشمیر کې د پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا نه مني
هندي پوځ کشمیر کې د پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا نه مني
هندي سرحدي ځواکونه وايي په جمو سیمه کې یې د پاکستاني سرحدي ځواک اووه سرتېري وژلي دي.
بل لور ته د پاکستاني سرحدي ځواک ویاند جګړن وحید په خبرو کې دغه ادعا رد کړې ده.
هندي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي دغه سرتېري یې د هند تر کنترول لاندې کشمیر په جمو کې له هغه وروسته ووژل، چې پاکستاني سرتېري هلته کمین کې ناست وو او پر دوی یې برید وکړ.
په اعلامیه کې د پاکستاني سرچنیو پر بنسټ ادعا شوې، چې پاکستاني سرحدي ځواک د خپلو پنځو سرتېرو وژل کېدل تایید کړي دي.
اعلامیه کې ویل شوي، هندي سرتېرو د جمو په هیرانګر سیمه کې ګزمه کوله، چې په کمین کې ناستو پاکستاني سرتېرو پرې ډزې وکړې او د دوی یو سرتېری یې ټپي کړ.
د اعلامیې له مخې د هندي ځواکونو په ځوابي ډزو کې اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول او له هغه وروسته یې په سیمه کې کلک امنیتي تدبیرونه کړي.
له دې مخکې د پاکستان دولتي خبري اژانس اي پي پي په یوه رپوټ کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خولې ویل شوي و، چې هندي ځواکونو د شکر ګړ او بجوات په سرحدي سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې.