د آيت الله سيستاني استازي د جمعي په ورځ له عراقي سرتيرو غوښتي ترڅو د ملکي کسانو د ژغورني لپاره تر ډيره هڅې وکړي

د آيت الله سيستاني استازي د جمعي په ورځ له عراقي سرتيرو غوښتي ترڅو د ملکي کسانو د ژغورني لپاره تر ډيره هڅې وکړي

له دي سره ده د موصل له اوسيدونکو هم غوښتي ترڅو له عراقي سرتيرو سره مرسته وکړي

ويل شوي چي د عراق موصل ښار په عملياتو کي دولتي سرتيرو ډير پرمختگ کړی دی

په عراق کې د تقلید لویې مرجع آیت الله سیستاني استازي، مهدي کربلایي د عراق له امنیتي ځواکونو غوښتي ترڅو د ملکي کسانو ژوند ته ډيره پاملرنه وکړي. ده د جمعې لمانځه په خطبه کې د موصل له اوسیدونکو هم له عراقي سرتیرو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

مهدي کربلايي – “مونږ له ټولو ګرانو پوځیانو څخه غواړو ترڅو د مخکینیو عملیاتو په څیر د ملکي کسانو ژوند ته اهمیت ورکړي په موصل کې باید په دې برخه کې له هیڅ ډول هڅو او زیار څخه ډډه ونکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د مرسته کونکو ادارو غړي وایي اوس مهال یو میلیونه وګړي په دې ښار کې بند پاتې دي. دې سازمان ددې کسانو د ژوند په هکله اندیښنه څرګنده کړې ویلي یې دي کله چې نښتې د ښار مرکز ته ورسیږي په ډله ایزه توګه د موصل اوسیدونکو ایستل به پیل شي.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو، داعش ۵۵۰ کورنۍ له کلیو د موصل مرکز ته لیږدولې دي او کیدای شي دوی له دې کسانو د انساني سپر په توګه کار واخلي.

له داعشه د موصل ښآر د پاکوالی عملیات شپږمې ورځې ته ورسیدل او په دې موده کې عراقي سرتیري د داعش له کلک مقاومت سره مخ شوي دي. د عراق پارلمان یو غړی چې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وو د عراقي سرتیرو له پرمختګه یې خبر ورکړی دی.

سالم محمد – “مونږ نن د همدانیه لویې لارې تر بندیدو ورسیدو د خدای شکر دی عراقي سرتیري د همدانیه ښار ته ننوتونکي دي له دې سره مونږ بارتیلا له داعشه پاکه کړه د ترک مخکین مرګو هم نهه کلی نیولي دي او د آزادو شویو سیمو اوسیدونکي خپلو کورنو ته را ګرځیدلی شي»

د کرد مخکین مرګو هم د موصل له ختیځ لوري په دې ښار بریدونه پیل کړي خو دوی هم د داعش او بعشیقه ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي. د موصل ښار دوه کاله وړاندې د داعش له لوري ونیول شو.

په ورته حال کې عراقی چارواکیو هغه څرګندونې چې ګواکي بغداد او انقرې د موصل ښار د عملیاتو په هکله هوکړه کړې ده، رد کړي. د امریکا دفاع وزیر چې ترکیې ته سفر کړی د جمعې ورځې په ناسته کې یې د موصل په عملیاتو کې د ترکیې د ګډون وړاندېز کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *