روسیه له پاکستان سره د ښکاري الوتکو په هکله خبرې نکوي

روسیه له پاکستان سره د ښکاري الوتکو په هکله خبرې نکوي

د روسیې د پوځي-تخنیکي همکارۍ د فدرالي ادارې مرستیال رییس اناتولي پونچوک د چهارشنبې پر ورځ ریانووستي اژانس ته خبر ورکړ، چې روسیه له پاکستان سره د «سو-۳۵» ښکاري الوتکو د ورکولو پر سر خبرې اترې نه کوي. پخوا په روسیه کې د پاکستان سفیر قاضي خلیل الله له ریانووستي اژانس سره په مرکه کې برعکس خبره کړې وه. ده ویلي وو، چې د پاکستان د هوایي ځواک لوی درستیز سهیل امان د سږ کال په جولای کې په مسکو کې «ګټورې خبرې اترې» کړې وې. پونچوک وویل: «اوسمهال د پاکستان هوایي پوځ ته د «سو-۳۵» ښکاري الوتکو د ورکولو پر سر خبرې اترې نه کیږي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *