روسیه به له کیهان څخه د موصل د نیولو د عملیات څاري

روسیه به له کیهان څخه د موصل د نیولو د عملیات څاري

د روسیې پوځیان به د عراق د موصل د ازادولو د عملیاتو له بهیره د کیهاني کشف د سیستمونو په مرسته څارنه کوي. د «سپوتنیک» د خبرونو له مخې پر همدې سربېره د موصول په سیمه کې د روسیې تر لسو، ډېر د هوایي کشف سیستمونه او د هغو په ډله کې بې پېلوټه الوتکې هم فعالیت کوي. دغه خبر د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ستر جنرال والېري ګېراسیموف ورکړ. ریانووستي اژانس د جنرال ګېراسیموف دغه خبره راوړې ده: «موږ د موصل په سیمه کې وضعه او په ښار کې د «اسلامي دولت» د جګړه مارانو د کلابند کولو د عملیاتو بهیر شپه او ورځ څارو. د کیهاني کشف سیستمونه هم د همدغې سیمې په لوري سم شوي دي. سربېره پر همدې دغې سیمې ته بیخي نېږدې زموږ د هوایي کشف تر لسو زیاتې وزلې، چې بې پېلوټه الوتکې هم پکې دي، فعالیت کوي». د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز دا هم وویل، چې اوس د روسیې اساسي پاملرنه له موصل څخه د داعشي جګړه مارانو د تېښتې او په خپلواک ډول او یا د موافقو له مخې سوریې ته د هغوی د تللو هڅو ته متوجه ده. د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ستر جنرال والېري ګېراسیموف د دې هیله هم څرګنده کړه، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې بین المللي ټلواله هم له موصل څخه د جګړه مارانو د تېښتې پر پایلو ښه پوهیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *