روسيه په حلب ښار کي د ملکي کسانو د وتلو لپاره اوربند غځوي

روسيه په حلب ښار کي د ملکي کسانو د وتلو لپاره اوربند غځوي  دا وربند  چي له نن ورځې پيل شوی د تل پاتي کيدو لپاره يي ديري هڅې رواني دي  خو د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي چي تر ډيره دي هڅو ته هيله مند ندي

د سوریې په حلب ښار کې اوربند په داسې حال کې پیل شوی چې دروسیې دفاع وزارت ارو کسانو ته د مرستې روسول او ملکي کسانو د وتلو لپاره د اوربند له غځولو خبر ورکړی دی. په ورته حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل فرانسوي سیال او آلمان لومړۍ وزیرې سره په ګډه د یوه پلان له رامڼخ ته کولو خبر ورکړی. دې دوه اروپایي چارواکیو هم ددې ستونزې هواری ته لیوالتیا ښودلی ده.

ولاديميرپوتين – “روسیه د همکاریو د پراختیا لپاره یو نوی پلان رامنځ ته کړی چې هغه په لومړي ګام کې لومړنۍ ټاکنې او او ددې هیواد  د ستونزو د هواری لپاره اغیزناکه دی.”

فرانسوا اولاند – “له دې سره چې مونږ په خبرو بوخت وو هوایي بریدونو دوام درلود او دا یوه ریښتینولي  ده خو زه او لومړۍ وزیره میرکل به تر ډيره هڅه وکړو چې د اوکراین او سوریې مسلې ته د حل لارې رامنځ ته کړو. زمونږ هڅې به دوام ولري.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د سوریې په هکله خبرو ته ډیره هیله مندي نده ښودلې ځکه دده په وینا اوس مهال هم د دواړو خواوو ترمنځ د بې باوری فضا شتون لري.

جان کري – “باید ووایم چې له دې خبرو زه ډیر هیله مند نه یم د دواړو خواوو ترمنځ هیڅ باور او اعتبار شتون نلري هیڅ څه د اعتماد له مخې پر مخ نه ځي دا مسله یوې اساسي برخې  ته اړتیا لري.”

د امریکا بهرنیو چارو وزیر روسیی ته ویلی چی اوسنی اوربند منطقی ندی او دا هوایی بریدونه به له سولی د مرستی پر ځای ترهګری ته وده ورکړي. دده په وینا زیانمن کسان به ترهګرۍ ته مخه کړي. په دې وروستیو کې د روسیې او امریکا ترمنځ د سوریې په تړاو ناندریو ډيرښت موندلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *