دعراق له موصل ښار څخه د داعش مشران تښتيدلي دي
دعراق له موصل ښار څخه د داعش مشران تښتيدلي دي د امريکا پوځ له دې سره ويلي چي له موصل ښار څخه پنځه زره ملکي کسان هم په تيښته بريالي شوي دي
په ورته حال کې د امریکا پوځ وایي داسې اسناد یې تر لاسه کړي چې ګواکې د داعش مشران له موصل ښار څخه تښتیدلي دي. په عراق کې د امریکا یي ځواکونو قومندان جنرال ګري ولسکي ویلي، تر اوسه ددې مشرانو نمونه ندي په ډاګه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو لسو ورځو کې د پنځو زرو په شاواکې ملکي کسان هم له دې ښاره وتلي دي. همدارنګه ده په موصل کې د ملکي کسانو د بد حالت په هکله اندیښنه ښودلې ده او د موصل ښار اوسیدونکي له دې ښاره د وتلو په حال کې دي.
احمد عبده – « هره ورځ له سلو تر یوسل پنځوسو کورنۍ دې پنډغالي ته رارسیږي. ددې پنډغالي د اوسیدونکو شمیره هره ورځ پنځه سوه یا اوه سوه ډيریږي. ددوی وضعیت ډیر خراب دی، ځینو کسانو اته ساعته پلی میزل کړی وي ترڅو د عراق تر پوځیان ورسیږي او له دې وروسته دې پنډغالي ته راځي.”
ماجده-… “د موصل وضعیت ډير بد دی خلک وږي دي ویلی شو چې هر څه له منځه تللي دي دا کسان د بویناکه بوټ غوندې دي موصل ښه ندی. ټوله نړۍ د خرابیدو په لور روانه ده د همدي داعش ډلې له امله . نړیوال ولې ددې دلې د له منځه وړلو لپاره لاس په کار کیږي نه؟ په رڼا ورځ ددوی له لوري د سر پرې کول داسې دي له کله د یوه پسه سر چې پرې کوې!”
د ماشومان وژغوري په نامه سازمان ویلي هغه کسان چې د موصل له جګړې ټښتیدلي دي له پولې په تیریدو سره سوریې ته رسیدلي او اوس مهال د سوریې په ختیځ کې د الهول په پنډغالي کې ځای پر ځای شوي دي موصل ته د جګړې په نږدې کیدو سره د ملکي کسانو د امنیت په هکله اندیښنې ډيرې شوي دي. یو شمیر کسانو ویلي. په موصل کې داعش د خلکو له وتلو مخنیوي کوي خو دې ډلې د انځورونو په خپرولو سره د مقاومت څرګندونه کړې ده. موصل پّ عراق کې د داعش وروستی مرکز دی.