د قطر په پلازمینه کې افغان حکومت او د طالبانواستازو لیدلي

د قطر په پلازمینه کې افغان حکومت او د طالبانواستازو لیدلي

د افغان حکومت د او د طالبانود استازو ترمنځ تماسونه تائید کړل، خو په اړه یې د جزئیاتو د ورکولو څخه ډ ډه وکړه.

د ګارډین برتانوي ورځپاڼې په یو رايور کې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم استانکزي او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د ورور ملا عبدالمنان ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې لومړی تیره عیسوي میاشت او دوهم ځل د روانې عیسوي میاشتې په سر کې دوه خبرې شوي دي.

د دغې ورځپاني د رپوټ له مخې د مولوي منان دې خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو د مشرتابه په استازیتوب برخه اخیستې وه.

دا ورځپاڼه وایي چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ دا غونډې د امریکا متحده ایالاتو د مامورینو په مرسته ترسره شوي دي، خو د ورځپاڼي د رپوټ له مخې په دې دواړو غونډو کې د پاکستان حکومت استازو برخه نه لرله.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند مرستیال دواخان مینه پال، پرته له دې په دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د لیدو کاتوپه اړه څه ووایي، چې افغان حکومت په افغانستان کې د تل پاتې او با عزته سولې د ټینګیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ښاغلي مینه پال وویل ” افغانستان حکومت د دایمي باعزته سولې د ټینګیدو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار اچوي اوددې لپاره هڅه کوي چې د بین الاافغاني مذاکراتو په چوکاټ کې هغه ډلې چې د سولې سره یوځای کیږي خبرو ته راماتې کړي، فعلآ په دغه برخه کې د افغانستان حکومت په هیواد کې د پایدارې او باعزته سولې د ټینګیدو لپاره هڅه کوي “.

د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني د دفتر رئیس عبدالولي نعیمي په خبرو کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د خبرو په اړه بې خبري وښودله او وې ویل چې دوی پرې خبرنه دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحه د خبرو په هکله ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د سیاسي چارواکو سره یې تماسونه نیولي چې د هغوې څخه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به دا ووایي، چې په قطر کې خبرې شوي او که نه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *