د ننگرهار ولايت 4 ولسوالۍ اوس هم له گواښ سره مخ دي

د ننگرهار ولايت ۴  ولسوالۍ اوس هم له گواښ سره مخ دي  او په دي ولسواليو کي په زرگونه ماشومان د گوزن ناروغي له واکسينه بي برخي شوي دي  په ننگرهار ولايت کي روغتيايي مسولينو له دي موضوع د واکسين پنځه ورځيني کمپاين د پيليدو پر مهال يادونه کړې ده

د واکسين په دي پړاو کي به د شپږ سوه څلور نوي زره   يو سل پنځه اتيا هغه ماشومانو ته واکسين ورکړل شي کوم چي عمرونه يي له پنځو کلونو لږ دي. په ننګرهار ولایت کې د یوه روغتیایي چارواکي په وینا، په دې لړ کې به هر ماشوم ته د واکسین درو څاڅکیو سربیره د چمجي تابلیت هم ورکړل شي.

له دې سره دوی له پاکستان څخه د را ستنو شویو ماشومانو په هکله ویلي، دوی ته په تورخم کې یو دوامداره پنډغالی رامنځ ته شوی او د واکسین په دې پړاو کې به دوی ته هم واکسین ورکړل شي.

د ننګرهار عامه روغتیا کلتوري او معافیت ریس ډاکتر علي انتظار، له قومي مشرانو او کورنیو څخه غوښتي ترڅو د واکسین په دې پړاو کې له دوی سره مرسته وکړي ترڅو ددوی ماشومان له ښې روغتیا څخه برخمن شي.

ده د داعش تر واک لاندې د سیمو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ویلي یې دي چې په دې سیمو کې به یوځل بیا په زرګونه ماشومان له واکسین څخه بې برخې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د حج او اوقافو ریس عبدالظاهر حقاني ویلي، واکسین د اسلام له نظره حلال دی او له ټولو کورنیو څخه یې غوښتي ترڅو خپل ماشومانو واکسین کړي.

ددوی په وینا، د تیر کال په کمپاین کې دډې ولایت پنځه ویشت زره ماشومان له واکسین څخه بې برخې شول او اوس مهال هم د  ننګرهار په څلورو ولسوالیو لکه: اچین، هسکه مینه، نازیان او پچیراګام کې د داعش ګواښ شتون لري.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *