د عاصفه الحزم او اعاده امل له عملیاتو د شاتګ په هکله د لایحې څیړنې
د عاصفه الحزم او اعاده امل له عملیاتو د شاتګ په هکله د لایحې څیړنې په موخه چې د مصر ولسي جرګې له لوري منل شوې او د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر ته سپارل شوې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د یوې ناستې په څنډه کې کورنیو او بهرنیو ورځپاڼو ته ویلي: مصر له هغه لومړنیو هیوادونو څخه شمیرل کیده چې له حوثیانو سره د جګړې په موخه یې خپل هواي او سمندري ځواکونه یمن ته واستول.
ده زیاته کړې: جګړه اوږده شوې، د حوثیانو او د یمن ګوښه کړل شوي ولسمشر له پلویانو سره د جګړې لپاره یوالي هيڅ ډول ګته نده رسولې او ددې جګړې دوام د ایتلاف هیڅ یوه غړي په ګته نده او دا جګړه به نه مصر او نه هم مصریانو ته کومه ګټه ورسوي.
ده زیاته کړې: د مصر ولسي جرګې څینې اقتصادي، امنیتي ستوزنو او نورو مسایلو چې فشارونه هم پکې راځي، ته پّ کتو سره به ډير ژر له عاصفة الحزم و اعادة الأمل عملیاتو څخه د خپلو ځواکونو په شا کول وڅیړي