ټرامپ: د کلینټون کمپاین د سعودي عربستان او قطر مرستې بیرته ورکړي

ټرامپ: د کلینټون کمپاین د سعودي عربستان او قطر مرستې بیرته ورکړي

د امریکا دجمهوري غوښتونکو نوماند ویلي، دده د سیالې کمپاین د هغه پنځه دیرش میلیونه ډالره چې له عربستان او قطر څخه تر لاسه کړي بیرته ورکړي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرامپ د خپلو پلویانو ترمنځ په خبرو کې ویلي: د هیلاري کلنټون کمپاینونو او بنسټونو چې د دیموکراتانو نومانده ده له عربستان او قطر څخه پنخه دیرش میلیونه ډالره تر لاسه کړي او باید دا لګښت بیرته ورکړل شي.

ټرامپ زیاته کړې: هیلاري کلنټون په دې ښه پوهیږي چې عربستان او قطر د داعش له وسله والې ډلې سره مرسته کوي خو بیا هم دې له دې دوه هیوادونو پیسې تر لاسه کړې دي.

ددوی په وینا: زه فکر کوم چې دا باید له پنځه ویشتو تر پنځه دیرشو میلیونو دالرو لګښت بیرته سعودي عربستان او قطر ته ورکړي.

د امریکا د ولسمشریو ټاکنو دې جنجالي نوماند له دې سره ویلي، دا د فساد د هغه غره یواځې یوه ځوکه ده چې کلنټون یې په خپلو دوسیو کې لري.

ټرامپ د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د کلینتون مالي فساد ته اشاره کړې ویلي یې دي: کله چې دا د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه شپږ میلیارده ډالره لادرکه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *