د بريکس ډلې غړيو د ترهگري پر وړاندې پر گډې مبارزي هوکړه کړې

د بريکس ډلې غړيو د ترهگري پر وړاندې پر گډې مبارزي هوکړه کړې د هند لومړي وزير له دي سره د ترهگرۍ پر وراندي په فردي او توليزه توگه پر مبارزي ټينگار کړی دی

د روسیې، چین، برازیل او سویلي افریقا د هند په ګوا ټاپو کې سره را ټول شوي او په خپلو کې یې په اقتصادي، سیاسي او ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه پر مبارزې تینګار کړی دی او تیره ورځ یې په دې هکله خپله پریکړه اعلان کړه.

نارندرا مودي – ” د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ ځواب باید د تیر په څیر ګډ وي. مونږ ددې ښکارندې پر وړانډې په فردي او ډله ایزه توګه مبارزې ته اړتیا لرو خو د دوی پر وړاندې به فردي ګام پورته کونه ګټه ونلري.”

ولاديمير پوتين – ” د بریکس غړي هیوادونه د نړۍ او سیمې د حالاتو په هکله یوشانته نظر لري. په سیمه کې او نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او نورو ستونزو د هواری لپاره باید په ګته کار وشي.”

شي جين پينگ – “مونږ له پیچلي چیوبولیتیکي حالت سره مخ یو امنیتي ستونزې دودیزې او له دې کړیه وتلې دي مونږ د ترګرۍ، ناروغیو او د اوبو او هوا د بدلون له ګواښونو سره لاس او ګریوان یو.”

له دې سره د هند لومړي وزیر یوځل بیا ټینګار کړی چې د ترهګرۍ زیږونکی هیواد د سیمې یو هیواد دی، له دې سره چې ده ددې هیواد نوم ندی اخستی خو داسې ریپوټونه ورکړل شوي چې مودي په غیر رسمي خبرو کې پآکستان له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی. دا لومړی ځل ندی چې هند د پاکستان پر وړانډې دا ډول غبرګون څرګند کړی بلکې مخکې له دې هم دې هیواد تر پر اسلام اباد له ترهګرو د ملاتړ تورونه لګول، خو هغه مهال دې تورنو ته زور ورکړل شو کله چې د هند پر یوه پوځي مرکز ډله ایز وسله وال برید وشو. ډهلي دا برید له اسلام اباد سره تړلی خو اسلام اباد بیا دا تورونه نه مني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *