د هند او روسيې ترمنځ د اس 400 او څرخي الوتکو او يو شمير نورو وسلو په تړاو تړون ليکونه لاسليک شول

د هند او روسيې ترمنځ د اس ۴۰۰ او څرخي الوتکو او يو شمير نورو وسلو په تړاو تړون ليکونه لاسليک شول   دا تړون ليکونه چي ارزښت يي ميليونونو ډالرو ته رسيږي په هند کي د بريکس اټمي غونډې په څنډه کي لاسليک شوی دی

هند اوروسیې داسې تړون لیکونه لاسلیک کړي چې له مخې د اس څلور سوه توغندیو، ناوچه کلاس او په هند کې د څرخي الوتکو د جوړولو په هکله دي.

دا تړون لیکونه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او هند لومړي وزیر نارندرا مودي ترمنځ لاسلیک شوي او د دواړو هیوادونو چارواکیو له یوه بل سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی ویلي یې دي، باید دواړو هیوادونه په دفاعي برخو کې اړیکو ته وده ورکړي.

نارندرامودي – “یو پخوانی ملګری له دوه نویو ملګرو ښه دی. عالي جناب پوتین له هند سره ستاسو مینه مالومه ده ستاسو شخصي پاملرنه زمونږ د اړیکو د پیاوړتیا ښکارندویي کوي په نړیوالو پیچلو حالاتو کې ستاسو مشري ټیکاو رامنځ ته کونکې وه او په ستراتیژیکو اریکو کې ستاسو همکاري معنا لرونکې ده مونږ به نږدې او بېسارې اړیکې ولرو.”

ولاديميرپوتين – ” روسیه نه یواځې جنګي وسایل او توپخانې هند ته ورکوي بلکې مونږ به د وسلو جوړولو یو پرمختللی ګډ مرکز هم ولرو په دې مرکز کې به جنګي جت الوتکې ټانکونه او سمندري دفاعي توغندیو جوړیږي له دې سره به مونږ د د څرخي او جنګي الوتکو یو کارنخونه هم جوړه کړو.”

ددې تړونونو له مخې هند به پنځ اس څلور سوه توغندي سمندري پوځي منځنۍ بیړۍ دوه سوه څرخي الوتکې دوه سوه شپږ ویشت کاموف الوتکې به تر لاسه کړي.

د بریکس په ناسته کې له دې سربیره، د هند او چین، چین او سویلي افریقا او د بریکش غریو هیوادونو ترمنځ د نورو لاسته راوړنو لامل شوې ده. په ډې ناسته هند او چین چې د ملګرو ملتونو دوه غړي هیوادونه دي په دې ناسته خپله اغیزه کړې ده.

بریکس د هغه هیوادونو له لوري رامنځ ته شوې ټولنه ده چې د اقتصادي ودې په لور یې مخه کړې ده او لومړني غړي هیوادونه یې برازیل روسیه هند او چین دي.

په دوه زره یولسم کال کې ددې ټولنې د رامڼځ ته کیدو پریکړه شوې او د ملګرو ملتونو په یو شپیتمه ناسته کې د برازیل روسیې او هند بهرنیو چارو وزیرانو په دې هکله لومړنۍ خبرې وکړې وې او ددې هیوادونو مشرانو بیا له څلورو ناستو وروسته د بریکس د رامنځ ته کولو پریکړه وکړه چې موخه یې په نړیوالو چارو کې د نفوذ ډيرښت ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *