افغان سرتيرو په ښه توگه د هيواد له لويو ښارونو دفاع کړې ده

افغان سرتيرو په ښه توگه د هيواد له لويو ښارونو دفاع کړې ده   په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو وياند جالز کليولند له دي سره ويلي طالبان په خپلو پلانونو کي پاتي راغلي دي

دې امریکایي لوړ پوړي چارواکي له پژواک سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، طالبان هڅه کوي ترڅو د جګړې د موسم تر پای ته رسیدو پورې د افغانستان یو لوی ښار مرکز تر لاسه کړي او په همدي موخه یې په هیواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او افغان سرتیرو په ښه توګه وکولای شول له هره ښار دفاع وکړي چې په دې سره د طالبانو پلانونه شنډ شوي دي.

په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو دې ویاند، په افغانستان کې د لویدیځو او بهرنیو هیوادونو پر کمزوریو اسختباراتي ادارو نیوکه کړې ویلي یې دي، له ډې سره چې امریکا ناټو او افغانستان ځواکمنې اسختباراتي ادارې لري، بیا هم پر کندز ولایت د برید په هکله دمالوماتو په تر لاسه کولو کې پاتې راغلې دي. ده په ځینو سیمو کې د دښمن کوچونۍ ډلګۍ په دې ناکامۍ کې په لاس لرلو تورنې کړې ویلي یې دي د افغانستان استخباراتي ادارې په یواځې سره نشي کولای ددې ډول ګواښونو مخنیوی وکړي. له دې سره ده له افغان امنیتي ځواکونو دفاع کړې او په وروستیو ناخوالو کې اسختباراتي ادارې ګرمې بللې.

دې امریکایي جنرال په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتون او د افغان سرتیرو له لوري دوی ته د ډيرې مرګ ژوبلې اوښتې په هکله ویلي: په دې هکله ډير مالومات نلري خو د امریکا له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې اوس مهال د ننګرهار په دوه یا دریو ولسوالیو کې تر زرو داعشیان شتون لري.

ده ددې پوښتنې په ځواب کې، چې په افغانستان کې د زرګونه بهرنیو سرتیرو په شتون سره ولې د وسله والو مخالفینو بریدونو ته زور ورکړل شوی، ویلي: بهرني سرتیري یواځې افغان سرتیرو ته د زورنې او مشورو ورکولو دنده لري. دا پّ داسې حال کې ده چې مخکې له دې د امریکا ولسمشر خپلو سرتیرو ته په جګړو کې د مداخلې حکم کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *