پوتین په افغانستان کې د ناامنۍ په هکله اندیښنه ښودلې ده
پوتین نن له هندي چارواکیو سره د افغانستان ناامني جدي ستونزه ګڼلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په وروستیو کې په افغانستان او سیمه کې د ناامنیو د زیاتېدلو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې په دې برخه کې باید له افغانستان سره مرسته وشي.
د رپوټونو له مخې، د فیدراتیفې روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین نن د اوکټوبر پر ۱۵ نېټه هندوستان ته سفر وکړ او ټاکل شوې وه، چې په هندوستان کې د افغانستان او سیمې د ناامنیو د زیاتېدلو په اړه له هندي چارواکیو سره خبرې وکړي.
ده نن له هندي چارواکیو سره د افغانستان ناامني جدي ستونزه ګڼلې ده.
له دې څو ځلې مخکې هم روسي چارواکیو او ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه اندېښنې په ډاګه کړې وې.
د چارو یو شمیر شنونکې وایي، چې د روسي چارواکیو اندېښنې د افغانستان له پاره نه، بلکې په سیمه کې د خپلو ګټو او امریکا سره د سیالۍ په موخه دي.
روسان غواړي، چې د افغانستان له خوا د دوی دروازې خوندي پاتې نه شي؛ نور که په افغانستان کې جګړه وي یا نه؛ دوی یې پروا نه لري، ځکه خو په همدې دلیل دوی د افغانستان په اړه کله ناکله متفاوت غږ پورته کوي.