په بغداد کې په يو ځانمرګي بريد کې ۳۱ کسان ووژل شو او ۵۰ نور ټپیان دي

په بغداد کې په يو ځانمرګي بريد کې ۳۱ کسان ووژل شو او ۵۰ نور ټپیان دي

په عراق کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول. برید په پلازمینه بغداد کې شوی دی چې شاوخوا ۵۰ نور کسان یې هم ژوبل کړي هم دي.

ځینو رسنیو د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو شمېر زیات ښودلی دی. چارواکي وايي برید د شنبې په ورځ په یوې جنازې کې شوی دی.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی، خو په تېر وخت کې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې، داعش، دا ډول بریدونه کړي.

دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې د عراق ځواکونه په شمال کې د موصل ښار د نیولو لپاره ځانونه چمتو کوي.

د داعش ډلې له ډېر وخت نه دغه ښار په خپل کنترول کې ساتلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *