غزني کې د طالبانو له بندخونې ۵۰ بندیان خوشي شول

غزني کې د طالبانو له بندخونې ۵۰ بندیان خوشي شول

د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو زندان له منځه تللی او پکې شاوخوا ۵۰ تنه بندیان را خوشې شوي دي.

د غزني امنیې قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل وویل، چې امنیتي ځواکونو د ګېرو ولسوالۍ اړوند په (ناني غونډۍ) سیمه کې، چې له پکتیکا ولایت سره پر پوله پرته ده، د یو لړ عملیاتو په ترڅ د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه زندان کې وسله والو یو شمېر بې ګناه خلک له دولت سره د همکارۍ او یا هم د امنیتي ځواکونوله منسوبینو سره د خپلوۍ په تور بندیان کړي وو، چې په ننیو عملیاتو کي یې شاوخوا ۵۰ تنه ازاد شوي دي.

نوموړي په دې اړه چې دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو، وسله والو مخالفینو او زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې کنه بې خبري وښوده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *