انگلستان او فرانسې لندن ته د ځنگله له پنډغالي د ماشومانو پر ليږدولو هوکړه

انگلستان او فرانسې لندن ته د ځنگله له پنډغالي د ماشومانو پر ليږدولو هوکړه کړې ده د ريپوټونو له مخي اوس مهال د دواړو هيوادونو مامورين په دي پندغالي کي د هغه ماشومانو په نوم ليکني بوخت دي کوم چي مشران نلري

تمه ده چي له دي پنډغالي یو شمیر هغه ماشومان لندن ته ولیږدول شي کوم چې بې سرپرسته دي او په لندن کې له خپلوانو سره یوځای شي. یوې نړیوالې رسنۍ ویلي، انګلیسي چاراکیو ژمنه کړې چې په دې پنډغالي کې ماشومان به په انګلستان کې له خپلو کورنیو سره یوځای کړي او اوس مهال ددې ماشومانو نووم لیکنه روانه ده.

د اروپایي ټولنې د قانون له مخې، کډوال باید هغه هیواد کې د پاتې کیدو غوښتنه وکړي کوم چې د لومړي ځل لپاره یوه هیواد ته دننه کیږي. خو ماشومان دا حق لری ترڅو په هغه هیوادونو کې د منل کیدو غوښتنه وکړي کوم چې پکې خپلوان یې اوسیږي.

په ورته حال کې د انګلستان کورنیو چارو وزیر ویلي: دوی هڅه کوي ترڅو د ځنګله په پنډغالي کې ډيری هغه ماشومان انګلستان ته راولي کوم چې ددې پنډغالي په سړې هوا کې شپې ورځې تیروي.

ددې شبکې په وینا، ټاکل شوې انګلستان له درې سوه ډير ماشومان له دې پنډغالي خپل هیواد ته ولیږدوي په داسې حال کې چې انګلستان مخکې له دې د یو سل پنځوسو ماشومانو د لیږدولو لپاره چمتوالی نیولی وو.

بله خوا مرسته رسونکي او مدني ټولنې وایي اوس مهال د ځنګله په پنډغالي کې څلور سوه ماشومان سرپرستۍ ته اړتیا لري.

خو ځینو نورو بیا ویلي چې په دې پنډغالي کې اته سوه ماشومان چې سرپرستان نلري شتون لري. په ټولیزه توګه په دې پنډغالي کې اته سوه کډوال ژوندن کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *