د امريکا بهرنيو چارو وزير به له خپل روسيي سيال سره په سويس کي ليدنه ولري

د امريکا بهرنيو چارو وزير به له خپل روسيي سيال سره په سويس کي ليدنه ولري او په دي ليدنه کي به هخه وشي ترخو د سوريي په برخه کي پر خينو برخو هوکره وشي

واشنګټن نهه ورخې وړاندې له مسکو سره د اختلافاتو د ډيرښت له مخې خبرې بندې کړې. خو اوس د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د سوریې ستونزې د هواری او په دې هیواد کې د شخړو د کمښت لپاره له روسیې سره خبرې وکړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د آلمان لومړي وزیر او خپل فرانسوي سیال سره په ټلفوني خبرو کې هیله مندي څرګنده کړې، چې دا خبرې به څه ناڅه تشې ډکې کړي.

ده په امنیت شورا کې د فرانسې د وړاندې له ویتو دفاع کړې خو په ډې برخه کې یې له پاریس سره د همکاریو ژمنه کړې ده.

ولاديميرپوتين؛ “مونږ له فرانسې او امنیت شورا له نورو غړیو سره د همکارۍ غوښتونکي یو خو څه را پیښ شول؟ د فرانسې بهرنیو چارو وزیر له مسکوه واشنګټن ته لاړ   او یوه ورځ وروسته یې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه روسیه په سوریه کې پر وینو تویولو تورنه کړه. هیچا له مونږ سره خبرې او مشوره ونکړه، په دې هوکړه کې د روسیې ګټو ته پاملرنه نده شوې، دا روښانه خبره ده چې دوی باید زمونږ د ویتو په تمه پاتې وی.”

خو د فرانسې بهرنیو چارو وزارت له مسکو سره د دښمنی یوبل میخ هم ټکوهلی او په دې هکله یې د امنیت شورا ته د یوه بل ریپوټ له وړاندې کولو خبر ورکړی دی.

جان مارک آيرولت؛ “د اکتوبر میاشتې په یوویشتمه نیټه به په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په هکله امنیت شورا ته یو ریپوټ وړاندې شي په دې کې شک نشته چې په دې ریپوټ کې به سوریه ګرمه وپیژندل شي، چې په دې سره به امنیت شورا په دې هکله خبرې وکړي او په حلب کې به پر روغتونونو، ښونځیو او ملکي ودانیو بریدونه وڅیړل شي. په دې هکله به د ملګرو ملتونو مشر هم خبرې وکړي او په دې سیمه کې به هغه اړخونه وپیژندل شي کوم چې جنګي جنایت یې تر سره کړی.”

په همدي توګه ځینې لویدیځو چارواکیو ویلي چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیران به د لوزان په ناسته کې ګډون وکړي. له دې سره په دې غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ګډون خبر هم ورکړل شوی دی.

دا خبر په داسې حال کې خپور شوی چې په دې وروستیو کې په سوریه کې نښتو ته زور ورکړل شوی او په سوریه کې د بشر حقونو د ادارې په وینا، له وروستیې اوربند پای ته رسیدو راهیسې له درې سوه ډير کسان په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *