سویلي کوريا او امريکا د شمالي کوريا اټومي تاسيسات په نښه کړي دي

سویلي کوريا او امريکا د شمالي کوريا اټومي تاسيسات په نښه کړي دي

دغه بريدونه په دقيقه توګه په پوځي او ملکي تاسيساتو شوي دي. د سپوتنيک د خبر سره سم د امريکا متحده ايالات او جنوبې کوريا سمندري ځواکونه د « ناڅرګند روح» په نامه په تعليمي هدفونو د ګوزارونو پلان طرح او عملي کوي. د يادونې وړ ده چې دلته دښمن جعلي يا غير اصلي وي.. په دغو تمرينونو کې د شمالي کوريا پرجعلي آتومي تاسيساتو ګوزارونه شوي دي. دقيقو ګوزارونه هم پوځي او هم ملکي هدفونه «له منځه » وړي دي. ددې تر څنګ د اوبتلي او داوبو سر بيړيو څخه ډزي شوي دي. او په ډير دقت ئي توغندي توغولي دي. دغه مانورې د اکټوبر پر ۱۱ امه پيل شوي او ۶ ورځي دوام کوي. په دغو تعليمي تمرينونو کې د جنوبي کوريا ۴۰ بيړي او همداراز د اټومي الوتکه وړونکې رونالډ ریګن په مشرۍ د امریکا د سمندري ځواکونو یوه ډله برخه لري. دغه پوځي تمرينونه په زيړه بحيره او دسويلي کوريا په ججو ټاپو کې تر سره کيږي. د امریکا اود جنوبي کوریا د مانورو اساسي موخه د امریکا او د جنوبي کوریا چمتوالی ښيي چې د شمالي کوريا د پرله پسې پارونکوکړنوپه وړاندې ځواب ورکول دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *