له ترهګرو سره دمبارزې په هکله د نوازشریف او پوځ لفظي شخړه

له ترهګرو سره دمبارزې په هکله د نوازشریف او پوځ لفظي شخړه

د پاکستان ډان ورځپاڼه د خپل یو خبریال سېرېل المېډا خبر را اخلي، پر چا چې پاکستاني چارواکو تېره شپه د سفر بندیز لګولی. د المېډا په نوم دې خبریال د تېرې پنجشنبې پر ورځ ډان ورځپاڼې ته یوه ځانګړې لیکنه وکړه.

په دې لیکنه کې ده ادعا کړې وه چې د لومړي وزیر نواز شریف او د پوځي مشرانو ترمنځ یو ډول لفظي شخړه شوې.

لامل یې دا و چې لومړي وزیر له پوځه غوښتل چې باید په پاکستان کې مېشتو ترهګرو پر ضد دې ګام پورته کړي، ځکه د دوی له لاسه پاکستان پر نړیوال دریځ یوازې کېږي.

خبریال المېډا د دې جنجال په اړه خپلې ورځپاڼې، یعنې ډان ته دا لیکنه وکړه او په ټول هېواد کې یو بحث پیل شو.

داسې ښکاري چې د نوموړي دې لیکنې د پاکستاني پوځ غوسه را پارولې ده. که څه هم تر اوسه نه ده مالومه چې پر ده چا د سفر بندیز لګولی.

ښاغلي المېډا پر خپله ټوېټر پاڼه تېره شپه لیکلي دي چې پر دې پرېکړه ډېر خپه دی، ځکه غوښتل یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای دبۍ ته په رخصتۍ لاړ شي.

د افغانستان د زندانونو رئیس مني چې دا ډول قضیې شته، خو حکومت پوره هڅه کوي چې ښځینه زندانیانو لپاره مناسب ځایونه برابر کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *