انگلستان بايد په سوريه کي د ترهگرو له ملاتړه لاس واخلي
انگلستان بايد په سوريه کي د ترهگرو له ملاتړه لاس واخلي
په ملگرو ملتون کي د روسيي استازي ويتالي چورکين له دي سره انگلستان ته سپارښتنه کړې ترڅو خپل نيواک گری سياست ته بدلون ورکړي
به ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین له هغه وروسته په امنیت شورا کې دا څرګندونې کړې چې له دې یوه ورځ مخکې روسیې د سوریې په هکله د فرانسې وړاندیز ویتو کړ. فرانسې د امنیت شورا څخه په یو ډول سره غوښتي وو ترڅو پر حلب بریدونه بند کړي او په دې سیمه کې د الوتنو ممنوعه سیمه رامنځ ته کړي.
بریتانیا د روسېې پر دې کړنې سخته نیوکه وکړه خو د روسیې استازي له بریتانیان وغوښتل ترڅو په سوریه کې له ترهګرو ملاتړ ونکړي.
ويتاليچورکين- “د امریکا او کبیریی بریتانیا استازیو تل پارونکي ویناوې کړي دي د بریتانیا استازي په ناسمه لهجه د حلب بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه خو زه وایم چې تاسو باید له ترهګرو خپل ملاتړ پای ته ورسوی او په نورو هیوادونو کې له مداخلې لاس واخلی او د استعمار له سیاسته لاس په سر شئ.”
د یوه بل خبر له مخې د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د یوه سفر په لړ کې دمشق ته رسیدلی دی دده د سفر موخه له اړو کسانو سره د مرستو په موخه د سوریې بهرنیو چارو وزیر ولید معلم سره لیدنه شودل شوې ده. په ورته حال کې ددې هیواد په حلب ښار کې د وسله والو مخالفینو او دولتي سرتیرو ترمنځ نښتې دوام لري. ویل شوي چې اوس مهال ددې ښار په کوڅو کې جګړه روانه ده.