امریکا په لوی لاس په نړۍ کې ناامني رامنځ ته کړې

امریکا په لوی لاس په نړۍ کې ناامني رامنځ ته کړې

وروسته له هغې چې د امريکا متحده ايالاتو په ليبيا کې معمرالقذافي راوپرخاوه، يوشمير ګاونډيو هيوادونو د اټومي وسلو په هکله فکرونه وکړل. داپه نړۍ کې د ثبات د واشنګټن ترټولو منفي اغيز و. دامطلب د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګي لوروف څرګند کړ. .« داد نړۍ په ټولو سيمو کې يو ناارامه ونکی سيګنال وو. حتی د نړۍ د هغو هيوادونو دپاره چې په غيررسمي توګه آتومي طاقت دي. « برسيره پردې وروسته له هغې چې قذافي د خپل اټومي وسلوڅخه تير شو. ډير ژر له هغه سره هغه څه وشول چې تاسو ئي هيله هم نه لرله. يو شمير مشرانو په ځانګړي توګه د ليبيا سره ګاونډيو هيوادونو په دې اړه فکر کول پيل کړل. او په دې اړه ئي څرګندونې هم وکړي. خو کله چې قذافې پخپله خوښه همکارۍ کولو ته چمتو شو خوهغه څه ترلاسه کړل خو هغه څه ئي ترلاسه کړل چې دده په برخلیک کې وو..خو اوس شمالي کوريا هم اټومي وسلي لري خو هيڅوک ئي هم د آتوم لرونکې هيواد په توګه په رسميت نه پيژني. او هيڅوک تيری هم نه باندې کوي »- دامطلب لوروف څرګند کړ. د بهرنيو چارو دوزير دوينا له مخې « د نړۍ په ثبات کې امريکا ستر منفي او خطرناک اغيز لري »، او دا دوره، د لاوروف په وینا، دوام لري. دده په خبره د« «عراق اوشام اسلامي دولت» په نوم ډ ډلې ټول کسان د عراق دپخواني ولسمشر صدام حسين د جنرالانو، کشفي، استخباراتي مامورينو او افسرانو څخه جوړ شوی دي. «اسلامي دولت» په عراق او سورئي کې کرل شوی او په فعاله توګه په ليبيا کې وده کوي او اوس دغه هيواد دولت نه لري. دغې ډلې اوس په افغانستان کې هم فعاليت پیل کړي دي او د طالبانو سره په سيالۍ کې دي » — دامطلب لوروف څرګند کړ..

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *