په فراه کې جګړه روانه ده
په فراه کې جګړه روانه ده
د دغه ولایت په ۳ کیلومټرۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.
د فراه ولایتي شورا مشر فرید احمد بختور وايي، که وضعیت همدا شان دوام وکړي، نو لرې نه ده چې فراه ولایت هم سقوط شي.
خو له بل لوري بیا د فراه امنیه قوماندان وايي، چې د وسله والو طالبانو پر ضد به ډېر ژر جدي پوځي عملیات پېل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له بادغیس ولایت څخه هم د امنیت وضعیت په اړه ځينې راپورونه خپاره شوي دي.