ډونلډ ټرمپ بښنه وغوښته

ډونلډ ټرمپ بښنه وغوښته

جمهوري غوښتونکې نوماند ډونلډ ټرمپ نن سهار د ثبت شوې پیغام له لارې د هغو خبرو په اړه بښنه وغوښتله چې ده په ٢٠٠٥ کال کې د ښځو په اړه کړې وې.

ټرمپ د بښنې غوښتلو په پیغام کې وایي “ما هیڅکله نه دي ویلي چې زه بیخي بشپړ انسان (پرفېکټ) یم او ژمنه کوم چې له دې وروسته به تر دې ښه سړی شم.”

ښاغلی ټرمپ زیاتوي چې د پخوانیو خبرو په راسپړلو د هغه سیاله، اغلې کلنټن هڅه کوي چې له اصلي موضوعگانو د خلکو پام واړوي.

په همدې پیغام کې ټرمپ پر سیالې کاندیدې هیلري کلنټن او د هغې پر میړه بل کلنټن هم نیوکې کړې دي. دی وایي ما خو خبرې کړې دي، بل کلنټن د ښځو سره زیاتی کړی دی، او هیلري بیا هغه ښځې گواښلي دي.

په خپاره شوي غږ کې، په ٢٠٠٥ کال کې د یوې تفریحي خپرونې تر ثبتولو وړاندې، ښاغلی ټرمپ، کوربه ته وایي چې زما ښکلې ښځې ډېرې خوښیږي، او پر هغوی هم ځکه ډېر ژر گرانیږم چې زه یو ستوری (سټار) یم، هیڅوک ما منع کولای نه شي او همداسي نور تفصیل ورکوي چې دی له ښځو سره څه څه او څنگه څنگه کوي.

د ډونلډ ټرمپ او هیلري کلنټن ترمنځ دوهمه تلویزیوني مناظره سبا د کیشنبې په ماښام کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *