د سعودي عربستان پادشاه له لوری پادشاهی پر تخت باندی خپل زوی ټاکل کیدو هڅه.

د سعودي عربستان پادشاه له لوری پادشاهی پر تخت باندی خپل زوی ټاکل کیدو هڅه.

په امریکا کې یوي څیړنیزي مؤسسي اعلان کړي چي ملک سلمان میلیونه ډالره پرآل سعود باندی لګولي ترڅو خپل قدرت زوي محمد بن سلمان ته ولیږدوی.

دسعودي عربستان اوسیدونکی وروسته د دی ریپوټ په خپریدو سره چی ګویا سلمان بن عبدالعزیز د دي هیواد پادشاه هڅه کوي ترڅو دحکومت په نظام کې بدلون او غواړي خپل قدرت یا زواک خپل زوي ته ولیږدوی سخت بد حالت سره مخ او شپی ورځی سباکوي.

د یمن پرس الاتحاد انټرنټی سایټ د دي خبر په خپرولو سره لیکلي: د امریکا په واشنګټن کې «الخلیج» څیړنیزي مؤسسي په خپاره شوي ریپوټ کې لیکلي ، سلمان بن عبدالعزیز څو ځلی له خپلو وروڼو سره هڅه کړي ترڅو حکومتي نظام کې بدلون رامنځ ته او خپله له واک څخه لری او د ځان پرځاي باندی خپل ځوي (محمدبن سلمان)  وټاکې.

محمدبن سلمان دامهال د دفاع وزیر ولیعهد او د سعودی عربستان لومړي وزیر دوهم مرستیال دي.

د دي مؤسسی ریپوټ خپرونکې مشر علی ال احمد چی دامهال د سعودی سخت مخالف دی زیاتوي چی ۸۰ کلن ملک سلمان سلګونه میلیونه ډالره د آل سعود چی دامهال د سعودی عربستان واک هم د دوي په لاس کې دي خپلی کورنې باندی لګولی ترڅو د ده له پریکړي ملاتړ او واک یي خپل ځوي محمد بن سلمان ته ولیګول شي.

دي مؤسسی زیاته کړي چی سعودی عربستان پادشاه دغه پریکړه یواځی د دي لپاره کړي ترڅو آل سعود کورني ځواک پرځای پاتې او دحکومت چارو ټول واک تل لپاره دوی سره پاتي شی.

دي ته په کتو سره چی په سعودی عربستان کې پادشاهي واک کورني او یوه وروڅخه بل ورورته ولیګدول شي نو له دی مخي باید واک اوسنی ولیعهد محمدبن نایف ته ولیګدول شي خو داچي محمد بن نایف دامهال یواځی لوڼی لري او کوم ځوی نلري نو دغه لار ممکنه نده نو له دی مخي پریکړه شوي ده ترڅو واک محمد بن سلمان چی دامهال دوه ځامن لری واک ده ته ولیږدول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *