د کندز په هکله بیلا بیل ډوله خبرونه

د کندز په هکله بیلا بیل ډوله خبرونه

طالبانو د د کندوز پر مرکز له ختیځ او لویدیځ پلوه بریدونه کړي او ددې ښار ځینې سیمې یې نیولي دي.

یو شمېر ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې طالبانو د ښار مرکزي څلور لارې ته رسېدلي او هلته یې خپل بیرغ پورته کړی دی.

 افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو ادعا چې د ښار مرکزي برخه یې نیولې بې بنسټه بللې

په سیمه کې یوه عیني شاهد بیا بي بي سي ته وویل، چې طالبان د ښار مرکزي څلور لارې ته نژدې شوي دي، خو په وینا یې تر اوسه یې د څلور لارې کنترول په لاس کې نه دی اخیستی.

بل لور ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ادعا کړې، چې د کندوز ښار مرکزي څلور لارې او شاوخوا سیمه یې دوی نیولي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش دا  ادعا رد کړې ده.

بل لور ته رویټرز خبري اژانس افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو ویاند برید جنرال چارلس کلیولانډ له قوله لیکلي چې که اړتیا پېښه شي دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته چمتو دي.

 د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي د ښار مرکزي سیمه د امنیتي ځواکونو کنترول کې ده

له دې مخکې سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته ویلي و، طالبان نن (میزان/تلې ۱۲مه) سهار وختي په درېیو بجو د کندوز ښار په درېیمه ناحیه کې “سه درک”، “قهوه خانه”، “کوته ګرد” او “زاخېل” سیمو ته ننوتل.

عیني شاهدانو ویلي؛ په دغو سیمو کې جګړه لا هم روانه ده او د ډزو پرلپسې غږونه اورېدل کېږي.

دغو شاهدانو بي بي سي ته ویلي؛ طالبانو دغو سیمو ته له ننوتلو سره د خلکو په کورونو کې سنګر نیولی او له هغه ځایه پر دولتي ځواکونو ډزې کوي او په مقابل کې یې دولتي ځواکونه هم له ځمکې او هوا پر هغوی ډزې کوي.

حکومتي چارواکو تایید کړې چې طالبانو د کندوز ښار پر ځینو برخو برید کړی، خو د دولتي ځواکونو له شدید مقاومت سره مخ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *