د ایران په تهران کې سنی مذهبه سل بابه جوماتونه

د ایران په تهران کې سنی مذهبه سل بابه جوماتونه

د تهران صادقیه اهل سنت جومات ملا ماموستان بابایې دجهان اسلام له خبریال سره په خبرو کې ټینګار کري: د ایران تهران په منځ او څنډو کې شاوخوا ۱۰۰ بابه سني مذهبه جوماتونه فعالیت کوي، د صادقیه مسجد شتون سره یوشمیر نور جوماتونه هم د ایران تهران ۱۸ سیمه کې النبي او تهرانپارس سني مذهبه اصلی جوماتونه دی چي فعالیت کوي چی سلګونه سنی مذهبه د جمعه او اخترونو لمونځ اداکولو لپاره هلته ورځی او ګډون کوي.

نوموړي له دی سره چی په صادقیه جومات کې د جمعی او اختر لمونځ ګډون کولو اشاره وکړه زیاته کړه صادقیه جومات له ۱۳۸۲ کال رادیخواه فعالیت پیل کړي.که څه هم په لومړیو کې خلکو پینځه وخته لمونځ او جمعه لومنځونوکې کم رنګه ګډون کاوه خو د وخت په تیریدو سره تهران میشتو سنی مذهبو چی بیلابیل قومونو لکه ترک،ترکمن،بلوچ اوسویلی سیمو اوسیدونکو صادقیه جومات ته مخ کړه او شمیر یی زیات شو چی دامهال په اختریزو لمونځونوکې د ګډونوالو شمیره ۷ زره کسانو او عادی جمعی لومنځ کوونکو شمیره ۲ زره کسانو ته رسیږی.

ښاغلي ماموستان عزیز بابایی دایران په ټولنه کې د سنی او شعیه مذهبو یوالی ته په نغوتي سره وویل: زه د خلخال شار یوی سیمی اوسیدونکې یم چی زمونږ ډیری سیمی اوسیدونکې سنی مذهبه دی خو شعیه مذهبو سره هیڅ ډول ستونزه نلري او دواړه یوالی او اسلامی اخوت سره ژوندکوي خو د اسلام دښمنان هڅه کوي ترڅو د سنی مذهبو او شعیه ترمنځ بی اتفاقی رامنځ ته کړي.د بیلګې په توګه ما څه موده وړاندي د یوه خبریال له ترجمان سره مرکه درلوده چی څه موده وروسته د امریکا غږ رادیو په مجازی یا انټرنټی سایټ کې د بنده مرکه په ایران کې د سنی مذهبو بد ژوند ترنامه لاندی خپره کړه دا په داسي حال کې ده چی د ایران له اسلامی انقلاب وروسته زمونږ ایران کې ډیری بندیزونه د امام خمینی (ره) په برکت سره کم شول او مونږ په دی بریالي شوو ترڅو آزادانه ډول خپل دینی فعالیتونو ته دوام ورکړو د دي ترڅنګ سنی مذهبه هم په دي وتوانیدل د ایران حکومت دننه ډیری ښه پوستونه ترلاسه او امنیتی ادارو ته لاره پیداکړي په داسی حال کې چی وړاندی ترانقلابه سنی مذهبو لپاره د تحصیل لاری هم نوی هواری. دامهال زرګونه سنی مذهبه وروسته ترانقلابه په دی بریالي شول ترسو په ایران کې دولتی پوځی سپاه ، او بیلابیلو ارګانونو ته لاره موندلی او فعالیت کوي او زرګونه تنه نور د دی هیواد په مهمو عملی مرکزونو کې په زده کړه بوخت دي.

د تهران سنی مذهبو ملاجمعه د لبنان حزب الله او حماس ډلی سره د مبارزه اړتیا

د صادقیه جومات ملا همدا راز زیاتوی: مونږ هم په دی باور لرو چی د وخت یزیدانو مخه ونیول شی او اسلامی مقاومت حزب الله او حماس ډلو څخه حمایت وشی او دا یواځینی لامل دی چی د دښمنانو غوسه یی راپارولي ده. بنده څه باندي ۲ زره څخه زیاتي ویناوي د سنی مذهبو او شعیه مذهبو په جوماتونو کې کړي او همداشان ۶ کاله می د قم په پوهنتون کې هم فعالیت کړي (۴ کاله تحصیل او ۲ کاله می زده کړي ورکړي) نو له دی مخی مي په قم کې ډیری عملی ناستي ترمخ تیري شوی اوپکې می ګډون کړي. د بنده یواځینی هیله او ارمان داوو چی ای کاش د عباسیانو په وخت کې هم د قم په شان عملی ناستی جوړیدی ترڅو په هغه وخت کې سنی مذهبو هم د شعیه په اړه ذهنونو بدلون کړي واي او دغه بدبینی له منځه تللی وه.

ماموستان بابایی د شعیه مذهب په اړه سنیانو بد فکر په اړه وویل :څوځلی له بنده څخه عالمانو د حنبلی فقه په اړه عربستانی ملایانو پوښتلی دي چی ګویا په ایران کې دهغه قرآن په اړه دوی ته معلومات ورکړي چی د شعیه مذهبو لپاره چاپیږی خو ماورته تل ویلی چی هغه الله پاک کتاب چی په مکه او مدینه کې مسلمانانو لپاره چاپیږی هغه ایران کې د شعیه مذهبو لپاره هم په چاپ رسیږی او جالبه داده هغه قرائت(حفص عاصم) چی په عربستان کې خپریږي ایران کې هم هماغه مشهور قرائت کیږي په داسی حال کې چی ډیری نورو هیوادونو کې نور قرائت کیږي. خودوی دغه موضوع باندی باور کوي او دا د دی ښکارندو یي کوي چی پردی د اسلامی مذهبونو پروړاندي تبلیغات کوي. په داسی حال کې باید مونږ کوښښ او زیار وباسو ترڅو معتصبو سترګې روښانه کړو. د خدای په فضل او ایران حکومت په مرسته دامهال سنی مذهبه په ایران کې ښه ژوند او آسانتیاوی لری او د اسلام او ایران دښمنان تل په دي لټه کې دی ترڅو خپل فعالیت وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *