له تیرې ورځې راهیسې د هلمند پر لښکرګاه بریدونه ډير شوي

له تیرې ورځې راهیسې د هلمند پر لښکرګاه بریدونه ډير شوي

وسله والو طالبانو له پرون ورځې راهیسې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه امنیتي حوزې بریدونه پیل کړي او طالبان د دې سیمې په کلیو او کورونو کې ځای پر ځای شوي، چې له همدې موقعیت نه په استفادې د پولیسو په پوستو بریدونه کوي.

وسله والو طالبانو له جمعې ورځې راهیسې لویه لار هم د خلکو پرمخه تړلې او ماینونه یې ځای پر ځای کړي دي.

د هلمند د والي ویاند وویل، چې طالبانو پلان درلود د لښکرګاه ښار په امنیتي کمربندونو برید وکړي، چې د هوايي ځواک په مرسته یې پلان شنډ شو او په دې بریدونو کې یې ۲۸ طالبان وژلي دي.

ځواک وايي، چې په سیمه کې کافي اندازه امنیتي ځواکونه مېشت دي او د طالبانو مخه یې نیولې ده.

د دې امنیتي حوزې ټول بازار او دوکانونه تړل شوي دي او د سیمې خلک د جګړې او مرمیو له وېرې له کورونو نه شي وتلی.

د درېیمې امنیتي حوزې ځینې اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وايي، چې وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و، چې دوی بریدونه کوي او له خپلو کلیو دې ووځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *