د ترکيي پارلمان په سوريه او عراق کې د ترکيي پوځ ماموريت موده ډيره کړه
د ترکيي پارلمان په سوريه او عراق کې د ترکيي پوځ ماموريت موده ډيره کړه
د ترکيي پارلمان نن د شنبه په ورځ د خپل نوې تقنني کال په لومړی ورځ يو بل کال په سوريه او عراق کې د ترکيي دوسله والو ځواکونو د عملياتو د ماموريت موده تصويب کړه. ددغه اقدام څخه هم د واکمن عدالت او پراختيا ګوند استازو او همدارنګه د مخالفينو د جمهوريت خلق ګوند او دعمل ملي ګوند استازو خپل ملاتړ څرګند کړ. مخالفې رايي کردي پلوه د خلګو دموکراتيک ګوند استازو ورکړي. .ترکيي ځواکونه په عراق او سوريه کې د «اسلامي دولت» ، (چې فعاليت ئي په روسيه کې منع دي) پر ضد عمليات کوي. خو برسيره پردې دوی د کردستان په کارګري ګوند (پې کې کې) هم هوائي ګوزارونه کوي. چې ترکان ئي ناقانونه تر هګر بولي.